په افغانستان کي د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر نيول سوی
۱۳۹۰ اردیبهشت ۴, یکشنبهپه اعلاميه کي راغلي چي دغه تروريست د هغه د دوو تنو انډيوالانو سره د افغانستان په شمال کندوز ولايت کي نيول سوی دی.
په افغانستان کي د ناټو ځواکونه ليکي چي دغه تن د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر دی.
ناټو وايي د اسلاميستیانو دغه مشر په پاکستان کښي د تروريستانو د لارښوونکو او په افغانستان کي د طالبانو تر منځ د راکړي ورکړي دنده درلوده.
ويل کيږي چي هغه په افغانستان کښي د طالبانو سره مرسته کوله. په ځانگړې توگه هغه طالب جنگيالي د تريننگ دپاره پاکستان نه ليږل، ځانمرگي بريدکونکي يې رهنمايي کول، بمي چاودني يې پلان کول او د مخامخ بريدونو تمرينونه يې ورکول.
په اعلاميه کي دغه راز راغلي چي، نيول سوی کس تير کال په پاکستان کښي د زندان څخه تښتېدلی او د نورو سريې هم مرسته کوله چي د زندان څخه و تښتي.
ناټو وايي چي هغه هر وخت ددې دپاره چي خپل انډيوالان د زندان څخه آزاد کړي مسوولينو ته به يې رشوت ورکاوه.
دوې مياشتي مخکي هم د ناټو ځواکونو ويلي ول چي د افغانستان په شمال کښي د بلال کندوزي په شمول د ازبکستان ۲۰ جنگيالي نيولي دي.
په اعلاميه کي د نيول سوي کس نوم پټ ساتل سوی.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم