"په افغانستان کي ثبات د سيمي په گټه دي"
۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبهد تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان د هغه هيواد پارلمان ته په وينا کي خپله دغه انديښنه ښوولې ده.
هغه ويلي دي چي تاجکستان، د افغانستان د نشه يي موادو په مخ کي چي روسيې او بيا شرقي او غربي اروپا ته قاچاقيږي «د خنډ سيمه» ده.
هغه زياته کړه:«موږ هيڅ تصور نسو کولای چي په گاونډي هيواد افغانستان کي د سولي او ثبات پرته دي په سيمه کي سوله راسي. موږ له دغه هيواد سره ۱۳۰۰کيلومتره گډ اوږد سرحد لرو.»
د تاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان ددغه هيواد پارلمان ته پخپله کلنۍ وينا کي زياته کړې ده:«موږ په دغه هيواد کي د مثبتو تحولاتو هرکلی کوو. خو لکه څرنگه چي ښکاري هغه تر اوسه پوري هغه ډول نه دي.»
په افغانستان کي مېشت ناټو ځواکونه د امريکا په مشرۍ اوس دې ته تياری نيسي، چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري خپل ټول جنگي عسکر له افغانستان څخه وباسي.
په پلان کي ده، چي له دغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به ټولي امنتي چاري افغان ځواکونه پرغاړه واخلي.
د افغانستان حالاتو ته په کتو سره يو شمېر کار پوهان وايي چي افغان امنيتي ځواکونه تر اوسه لا ددې جوگه نه دي، چي د هيواد امنيتي مسئوليت دي بشپړه پرخپله غاړه واخلي.
د تاجکستان جمهوررئيس خپل پارلمان ته ويلي دي: «له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د «خنډ سيمه» په توگه زموږ تاسو مسئوليت دوه برابره کيږي.»
په تاجکستان کي د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې چارواکو په خبره يوازي تير کال په دغه هيواد کي ۴ ټنه مخدره مواد نيول سوي، چي په وينا ئې د افغانستان له اړخه ور اوښتي دي.
امام علي رحمان زياته کړه:«اوس دا روښانه ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به موږ له نوو واقعيتونو سره سرو کار ولرو.»
روسيې تقريباً د افغانستان په اړه هره غونډه کي ددغه هيواد له نشه يي موادو څخه سرټکولی دئ او وايي چي تر هرڅه د مخه بايد له دغه وژونکو موادو سره مبارزه وسي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: برېښنا صابر