په اسلام آباد کي د هرات پخوانی والي تښتول سوی
۱۳۹۴ بهمن ۲۴, شنبهد پاکستان پوليسو د شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروي ۱۳مه) د فرانسې خبري آژنس ته ويلي دي چي سيد فضل الله واحدي د جمعې په ورځ ماښام مهال تښتول سوی دئ.
ويل سوي دي چي واحدي د اسلام آباد په داسي يوه سیمه کي تښتول سوی دئ چي هلته سياستوال او بيروکراتان اوسيږي او امنيتي پيښي ډېري لږ رامنځ ته کيږي.
په اسلام آباد کي يوه پوليس د نوم د نه ښوولو په شرط فرانسې خبري آژنس ته ويلي دي چي واحدي له خپل لمسي سره د جمعې په ورځ ماښام په دغه سيمي کي يوه رستورانت ته روان وو او نامعلومو کسانو تښتولی دئ.
پوليسو ويلي دي چي د هغه لمسي په سیمه کي د پوليسو مرکز ته د نامعلومو کسانو له خوا د خپل نېکه د تښتولو خبر ورکړی دئ او ويلي ئې دي چي واحدي اسلام آباد کي ته بريتانيا ته د ويزې اخيستلو له پاره راغلی وو.
د اسلام آباد د پوليسو وياند ضياالقمر، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ د افغانستان د يوه پخواني والي د تښتوني قضيه ثبت کړې ده او اوس پلټني رواني دي.»
د دغي تښتوني مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي نه دی منلی.