په اسرائيلو کي نوي انتخابات کيږي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهاعلان
په اسراییلو کی به نوي انتخابات رامخته نه سي. د ښي اړخه د ګوند لیکود څخه صدراعظم بینیامین نیتانیاهو او کادیمه د ګوند مشر شاول موفاز په ناببره ډول سره د ملي یووالي د حکومت پر جوړېدو باندي سره یو سوي دي. د دوی دغه پرېکړه د جمهور رئیس شیمون پیریس له خوا هم تائید سوې ده. په دې ډول به تر ټولو لوی اپوزېسیوني ګوند مشر د صدراعظم د معاون په حیث وټاکل سي. مخکي تر دې ویل کېدل چي انتخابات به د سپتمبر تر میاشتي رامخته سي. د هغو علت په داخلي سیاست کي ځیني کړکېچونه وه. اصلي خبره پر هغو په زرونو، ډېر مذهبي یهودانو وه چي نه غواړي عسکري مکلفیت تر سره کړي.