په اروگوای کي د بنگو بوټي د قانوني کولو هڅي
۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبهد اروگوای پارلمان استازو د چهار شنبې په ماښام په اکثريت سره د بنګو بوټو د کرلو او خرڅلاو په اړه یوه لايحه تصويب کړه. د دغه پارلمان له ۹۶ استازو څخه ۵۰ تنو يې د دغه قانون په حق کي رايه ورکړه.
که دغه لایحه د دغه هيواد د مشرانو جرګې هم تصویب کړه نو ارګوای به لومړی هیواد وي چې دولت يې د نشه يي موادو کارلو او خرڅلاو ته قانوني بڼه ورکوي.
د اروگوای جمهور رئيس جوسي موجیکا د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کي د دغي لايحې ملاتړ وکړ او هغه يې له نشه يي موادو سره د مبازې یوه برخه وبلله. دولت وايي، دا اقدام يې څکه کړی دی چي وکولای شي د نشه يي موادو موجوده مارکیت ته قانوني بڼه ورکړي.
د غونډي په پيل کي د دې لایحې يوه پلوي وویل، چي دا لایحه د بنګو د کارلو او خرڅولو د ملاتړ په معنی نه ده، ځکه چي د بنګو کرل او خرڅول له پخواه څخه موجود دي.
په دغه لایحه کي ذکر شوي شرایط به دولت ته د تاریکاو صادرات واردات، کښت، محصول، زېرمه کولو، کارولو او د راکړي ورکړي بازار کنترول په لاس کي ورکړي.
دا شرایط هغو خلکو ته چي له دولت سره ثبت شوي وي د دی اجازه ورکوی چې د بنګو بوټو ته لاس رسی ولري. دوی به د دې اجازه ولري چي تر شپږو بوټو پوري وکري او کاروبار ته يې لاره پيدا کړي او یا ۴۰ ګرامه بنگ له یوه درملتون څخه رانيسي.
په داسي حال کي چي دولت د بنگو بټي ته يوه قانوني لايحه جوړوي، د يوې رسمي سروې له مخي د دغه هیواد ۶۳ سلنه وگړي د دغي لايحې پر خلاف دي.
که څه هم په اروگوای کي د بنگو بوټو کرل قانوني دي خو بيا هم د دغه هيواد قاضي کولای شي چي پريکړه وکړي چي يو تن څومره کرلای شي.