1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې ۲۳کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي

۱۳۹۷ فروردین ۲۲, چهارشنبه

د ایټالیا او رومانیا چارواکو د مهاجرو د قاچاق په تور د دوو ډلو د نیولو خبر ورکړی دی. د پولیسو په عملیاتو کې ۱۰ کسان په رومانیا او اتريش او ۱۳ نور بیا په ایټالیا کې د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2vsbS
Österreich Schlepper in Untersuchungshaft
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Gorondi

په ایټالیا کې پولیسو د تونس او ایټالیا د سیسلي ټاپو ترمنځ د انساني قاچاق د یوه بانډ د ۱۳غړو د نیولو خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې د انساني قاچاق دغې ډلې د افراطي جهادیانو د مفکورې ملاتړ کاوه.

د ایټالیا پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل چې د دوو تنو قاچاقبرانو تلیفوني خبرې اترې یې اوریدلي دي چې یو یې وایې غواړي فرانسې ته لاړ شي او هلته ځانمرګی برید وکړي. هغه د ځان له پاره د دعا غوښتنه کړې وه.

احتمالاً د قاچاقبرانو دغې ډلې د بادي کښتیو په وسیله مهاجر د تونس په تراپاني ښار کې له نابویل بندر څخه د ایټالیا سیسلي ټاپو ته انتقالول. د دغې مجهزې ډلې بادي کښتۍ چې په ډیر چټک سرعت سره یې د برقي جرناتورونو په وسیله حرکت کاوه، چلونکي روزل شوي کسان ول.

د پولیسو په وینا د قاچاقبرانو دغه بانډ د هر یوه تن پر سر ایټالیا ته د رسولو له پاره له ۳ څخه تر ۵ زره يورو پورې اخیستې دي. دغې ډلې په خپله هره پیره کې په دغو کښتیو کې د ۷۰ زره يورو په ارزښت غیرقانوني سیګریټ هم ایټالیا ته قاچاق کړي دي.

پولیسو ویلي دي چې دغې ډلې په اونۍ کې د دوه واره عملیاتو یا پیرو وهلو توان درلود. زیاته شوې ده چې نیول شوي تورن کسان د ایټالیا، تونس او مراکش هیوادونو اتباع دي.

په عین وخت کې د رومانیا چارواکو هم ويلي دي چې لس تنه یې د انساني چاقاق په تور نیولي دي. د دغو چارواکو په حواله د نیول شویو کسانو ۹ یې رومانیايان او یو یې پاکستانی دی. دغه ډله د ۱۰۰ تنو مهاجرو په قاچاقولو تورنه ده.

د سه شنبې په ورځ په رومانيا کې د سازمان شویو جرمونو او ترهګریرۍ پر ضد تحقیقاتې څانګې مشر وویل چې رومانیایې اتباع د دغه هیواد په لویدیځ کې نیول شوي دي او یو تن پاکستانی بیا په اتريش کې نیول شوی دی.

دغه کسان تورن دي چې مهاجر یې د ۲۰۱۷م کال له مارچ مياشتي څخه تر جون میاشتې پورې د قبرس، بلغاریا، سربستان، رومانیا، سلوانیا او هنګري له لارې اترش، آلمان او ایټالیا ته قاچاق کول.