په اروپا کې پسرلی چيري تر ټولو ښکلی وي؟
لمر، گلان او د پسرلي احساس ـ دلته د اروپا د يو څو هغو ځايونو انځورونه ليدلای شئ چې پسرلې یې ډېر ښکلی دی.
لمر اخيستل او د پسرلي عطرينه هوا
د پسرلي د لمر لومړۍ تودې وړانگې، لومړۍ سبزه او رنگا رنگ گلان. موږ په پسرلي کې له قدم وهلو خوند اخلو او لمر ته کښناستل مو خوښيږي. انسانان له سونو کالونو راهيسې د ځینو مېلو او نورو مراسمو له لارې د پسرلي هرکلی کوي. د اروپا ځينې سيمې د پسرلي څخه د خوند اخیستو له پاره شهرت لري.
هالند: د غاټول گلان
تر کومه چې نظر کار کوي نرگس، سنبل او د لاله گلان ليدل کيږي. په تيره بيا آمستردام ته په څلويښت کيلومترۍ کې د کيوکنهوف بوتانيکي باغونو ته په هر پسرلي کې له ټولې نړۍ څخه سيالانيان ورځي. هلته تر اوو ميليونو زيات د غاټول گلان په لاس کرل شوي وي. سېلانيان له دې څخه د خپلو باغچو له پاره الهام هم اخيستلی شي او له د دې گلانو له ښايسته بويه هم خوند اخلي.
مايناو: د گلانو ټاپو
مايناو ټاپو چې د آلمان، اتريش او سويس ترمنځ پروت يو ټاپو دی، په اصطلاح د گلانونو جنت ورته ويل کيږي. دلته آب و هوا معتدله ده چې له امله د خرما او مديترانې نور بوټي او گياگانې هم ښه وده کوي. دلته د غاټول تر۴۵۰ زيات ډوله د سيالانيانو د خوښې باعث گرځي.
د بن د سرکو يا گيلاسو گلان
د اپريل مياشتې په لومړيو ورځو کې د بن د زاړه ښار په جاده کې د رنگونو يو ريښنی سمندر څپې وهي. دلته د سړک پر غاړه د گيلاس ونې گلابي رنگه گلان څپړي. د راين پر غاړه پراته دې ښار ته له ټولې نړۍ څخه توريستان او مسلکي عکاسان راځي. په ځانگړي توگه جاپاني سيالانيان دا منظره ډيره خوښوي.
د آلمان د شمال گلان
د آلمان د شليزوگ هولسشټاين ایالت په هوسوم ماڼۍ باغ کې هر کال د (Crocus neglectus) په نوم وحشي گلانو فرش غوړيږي. له څوو پيړيو راهيسې. دا چې دا گلان هغه وخت په څه موخه کرهل شوي ول، روښانه نه ده. ښايي د منځنۍ پيړيو عیسوي ملايانو غوښتل له دې څخه زعفران ترلاسه کړي. خو له بده مرغه هغوی سم تخم نه وو انتخاب کړی. زعفران سړی د Crocus neglectus ډول څخه ترلاسه کولی شي.
د جنوبي تيرول په تپو کې قدم وهل
د ايتالیا د الپ غرونو په جنوبي تيرول کې سړی له قدم وهلو څخه ډېر خوند اخيستی شي. په ځانگړي توگه هغه وخت چې د مارچ او می مياشتو ترمنځ موده کې دغلته ونو گلابي او سپين گلان سپړلي وي. دلته ډيرې ښې مڼې کيږي او په کال کې يې حاصلات۹۵۰ زرو ټنو ته رسيږي.
پر مادايره د پسرلي لمانځل
د اتلانتيک د مادايره ټاپو اوسيدونکي د «فيستا دا فلور» يا گلانو له دودیزې مېلې سره پسرلي ته هرکلی وايي. د سيمې اوسيدونکي د ټاپو مرکز په گلانو سينگاروي او خپله هم د گلانونو رنگين لباسونه اغوندي.
د هسپانيا په والنسيا کې د اور میله
د هسپانيا په دې ساحل کې د «فالاس دې والنسيا» ميله کې چې په مارچ کې جوړيږي، مختلفې اور لوبې ترسره کيږي. دا پسرلنۍ ميله په لومړي ځل په ۱۸ مه ميلادي پېړۍ کې احتمالاً هغه وخت جوړه شوې وه چې د شمعو او څراغونو هغه جوړ شوي ريگالونه سوځولي ول چې نور نه کارول کيدل.
پسرلی او پر آسمان د مرغانونو سېلونه
په پسرلي کې حيوانات هم د خلکو پام ځانته را گرځوي. د پسرلي پر آسمان هغه وخت د مرغانو سيلونه ليدل کيږي کله چې د کلنگ مرغانو سيلونه له جنوب څخه د آلمان له لارې سکانديناويا ته الوزي.