په اروپا کې لس تفريحې پارکونه
په ۲۰۱۹ م کال کې په اروپا کي دغو لسو پارکونو ته تر ټولو ډېر خلک ورغلي دي. د لسو غوره پارکونو انځورونه دلته کتلای سئ.
د آلمان په روست ښار کي د اروپا پارک
په ۲۰۱۹م کال کې د آلمان د بادن وتيمبیرګ په سويل کې د اروپا له پارک څخه ۵،۷ ميليونه کسانو ليدنه وکړه،چې دا په آلمان کې د ساتیرۍ له پاره تر ټولو غوره تفريحې پارک بلل شوی دی. په دې پارک کې د ساتيري تر سلو زيات سامانونه شته.
ديزني لند،پاريس،فرانسه
په دغه پارک کې د نړۍ د مشهورو کارتونې فيلمونو فيګورونه نندارې ته وړاندې کيږې. چا چې تر اوسه غوښتل په ميني او ميکي موس سره يې لاس ښوروي، دا امکان مومي چې د فرانسې په پلازمينه کي دغه کار ترسره کړي.هر کال له دغه پارک څخه تر ۱۵ ميلونه کسانو پورې لیدنه کوي. دا ډیر ستر پارک دي: تر ۲۰۰۰ زره هکتاره ځمکه کې جوړ شوی چې د ځمکې پراختيا يې د پاريس له پنځمې برخې سره برابره ده.
اوتریش: پاراتر
پاراتر د ويانا ښار په منځ کې زرغونه سیمه ده. هلته د Wurstelprater په نامه د نړۍ تر ټولو لرغونی پارک شته،چې په تیرو ۲۵۰ کلونو کې د وروسته نورو پارکونو له پاره یوه بیلګه وه. هر کال تر څلور ميليونه ډير ليدونکي د پراتر نندارې ته ورځي. په دي پارک د ويانا سمبول يو ځانګړې لوړ څرخ دی چې ۶۵ متره لوړوالې لري.
ايټاليا
په ايټاليا کې د Gardaland په نوم پارک په خيالې نړۍ کې له جادويې ونو سره ښکلی سوی دی. دغه پارک ته هر کال تر ۲،۷۵ ميليونه زيات کسان ورځي.
هسپانيا
د هسپانيا تر ټولو ستر تفريحي پارک د بارسولونا په سويل کي د پوراوینتورا په نامه دی. دې پارک ته په کال کې ۳،۵ ميليونه سیلانیان ورځي.
پرتګال
د پرتګال په ګويیا کې د زوماراین الگاريو په نوم پارک کې نه يوازي څرخي زانګو ګانې او نور شته، بلکې بحري ژوی لکه دولفين، د اوبو سپي، زمريان او نور ژوي هم سته چې نندارې وړاندي کوي.
په بريتانيا کې د آلتون برج پارک
دغه پارک د بريتانيا په شمالي سیمه د بيرمنګهم په شمال کې پروت دی.
هالنډ
د هالنډ په دغه پارک (ايفتلينگ) کې ټول شيان افسانوي دي، لکه ښامار، شيشکه او جادوګر. هلته زانګو ګانې او د تاويدلو څرخونه لکه ښامار، ديب او نورو ته ورته دي.
د ډنمارک په بویلند کي ليګولاند
په ډنمارک کې بيا دغه پارک ډېر مشهور دی.
سويډن
لیسبورګ د سویدن په ستر ښار ګوتیبورګ کی د فارغ وخت له پاره غټ پارک دی. دغه پارک ته له کاله درې ميليونه انسانان ورځي.