په اروپا کي سړې هوا ډير کسان وژلي دي
۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبهد سه شنبې په ورځ د سړې هوا له کبله په اروپاکي ډير انسانان مړه سول. په پولنډ کي يخي هوا د شپږو کسانو ژوند واخيست، او درې نور د مرگزگرمۍ د خرابۍ له امله نفس تنگه شوي دي.
په هنگري کي هم څلور کسان چي د سړې هوا له کبله ئي خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ موندل شوي دي. همدا راز په آلمان، ايټاليا او يونان کي هم مړي موندل سوي دي.
د صربيستان چارواکو د سه شنبې په ورځ له هغه وروسته بيړنی حالت اعلان کړ چي شاوخوا ۷۰۰۰۰ انسانان پخپلو کليو کي د ډيري واوري د اورېدلو له کبله بند پاته ول. په دغه هيواد کي د اوبو د جريان پيدا کولو له پاره له پوځ څخه مرسته غوښتل سوې او د سترو چاودنو په تر سره کولو سره د يخ سوي سيند اوبو جريان پيدا کړی.
صربيستان دغه راز له هنگري څخه د يخ ماتولو کښتۍ راغوښتي چي خپله سمندري لاره پرانيزي.
بندي لاري
په جنوبي کرواشيا کي حکومت هڅه کوله چي کليو ته درمل او خوراکي مواد ورسوي. پر دغو کليو شاوخوا يو نيم متر واوره اورېدلې ده چي لاري ئي بندي کړي دي.
په شرقي اروپا کي هم د واوري د اورېدلو له کبله له ډيرو کليو سره اړيکي پرې سوي دي. په بلغاريا کي د بارانونو د اورېدلو او د واوري د ويلي کيدلو له امله د دوشنبې په ورځ سيلاب راغلی چي اته کسان ئي مړه کړل. په رومانيا کي د شاوخوا ۱۴۶ کليو لاري تړل سوي دي او برېښنا هم قطع سوې ده.
په تيرو دوو اونيو کي سړې هوا په ټولي اروپا کي شاوخو۴۰۰ کسان وژلي دي. د دغو کسانو په ډله کي ډيری ئې بې سرپنا کسان دي. يخي هوا د اوکراين هيواد تر ټولو ډير زيانمن کړی دئ.
د دغه هيواد چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي ول چي تر اوسه ئې ۱۳۵وگړي له لاسه ورکړي دي.
ويل کيږي چي د يخي هوا دغه څپه به د فبرورۍ د مياشتي تر نيمايي پوري دوام وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل