130708 Afghanistan Anschlag
۱۳۸۷ تیر ۲۴, دوشنبهد قربانيانو ديره کی ملکی وګړی دی: دوکانداران، سوداګر، ډير ماشومان، اوځنی پوليسان پدی پيښه کی مړه او په لسهاووکسه زخمی شوی هم دی۰ د اروزګان د پوليسو قوماندان د دی پيښی مسوليت د طالبانو په غاړه وراچولی دی۰ اروزګان د زورلازرو طالبانو مرکزدی۰ دوی د دی ولايت ځنی برخی تر خپل کنترول لاندی را ولی او بيا بيا د طالبانو اود بهرنيو ځواکونو تر منځ پدی ولايت کی جګړی وی. د ايساف عسکر، د بيارغونی له يو ټيم سره چي هالنديان يي لارښونه کوی هلته حضور لری۰خودوي داسي سم فعاليت نشی کولای۰
د ده راوود ولسوالی، د کندهار اود هلمند د ولايتونو په سر حد کی پرته ده۰ اوپدي ډول هلته له هربل ځايه څخه جګړی ډيری دی۰ په تيرو دوو کلونو کی هلته طالبان ورځ په ورځ ځواکمن شويدی۰
په افغانستان کي سږ کال تراوسه په جګړو،اود ګوذارونو په ترڅ کی له 2000 څخه ډير افغانان وژل شويدی۰ د ملګرو ملتونو د موسسي د وينا له مخي دهغو 800 کسه ملکی وګړی وو۰ همدغه ډول د بهرنيو عسکرو ترمنځ هم پدي اوړی کي د قربانيانو شمير ډيرشويدی۰ نوددی ګواښ شته چی 2008 کال د طالبانو له راپرزيدو را ايسي له ټولو څخه خونړی کال شی۰