1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اردن کې د اورلګیدنې له امله ۱۳ پاکستاني اتباع وژل شوي

۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبه

د اردن هیواد په یوه زراعتي سیمه کې په موقتې استوګنځایونو کې د اورلګیدنې له امله ۱۳ تنه پاکستانیان وژل شوي دي. د اورلګیدنې علت تر اوسه پورې معلوم شوی نه دی.

https://p.dw.com/p/3U4cB
Spanien Waldbrände in der Region Valencia
انځور: Getty Images/AFP/J. Jordan

د اردن د چارواکو په حواله په یوه کرهنیزه ساحه کې د اورلګیدنې له امله د ۸ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه پاکستاني اتباعو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په پاتې وژل شویو کې څلور میرمنې او یو نارينه هم شامل دي.

د اردن په یوې دری کې د اور لګیدنې له امله هلته  موجود ټول موقتي کورونه په بشپړه توگه سوځيدلي دي.

د سیمه ایزو چارواکو په خبره اور په نيمه شپه کې لګیدلی وو چې د علت معلومولو په اړه یي پلټنې پيل شوي دي. سوځیدلي جسدونه د مرستندویانو له خوا روغتون ته انتقال شوي ول. تر اوسه پورې د اورلګیدنې دقیق علت نه دی معلوم شوی.

د اردن د مدني دفاع ادارې ویاند ایاد العمر وویل په ظاهره کې داسې معلومیږي چې اور د برقي شارت له کبله رامنځته شوی وي. اورلګیدنه د اردن هیواد په «الشعاع الجنوبیه» کلي کې رامنځته شوې ده.

دا کلی د یرموک او اردن سیندونو د یوځای کیدو نقطې ته نږدې موقعیت لري. وژل شوي کسان په  دوو کورنیو پورې اړه لري چې نومونه یي پټ ساتل شوي دي.

دا دره ډیرې حاصل خیزې ځمکې لري چې په زرګونو بهرني مهاجر پکې د کار پيدا کولو په موخه تر ډیرو سختو او نامساعدو شرایطو لاندې ژوند تیروي. ټوله ورځ دوی په کرهنیزو ځمکو کې کار کوي او د شپې تیرولو له پاره مناسب کورونه نه لري. دوی له مجبوریته په موقتې سرپناو کې شپې سبا کوي.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ب.ص