په آلمان کې یوې غوا څرنگه پولیس ښه ډېر ځغلولي دي؟
۱۳۹۸ مهر ۳۰, سهشنبهد آلمان د بایرن ایالت په زند ام ماین ښار کې یوې غوسه شوې غوا پړي شکولی وو او یو ساعت له کنتروله وتلې وه.
د وضعیت د کنترول له پاره ځايي چارواکو د پولیسو او ان یوې انځور اخیستونکي هلیکوپتر مرسته وغوښتله. د دې سیمې ځايي رضاکاره اور وژونکي هم د مرستې له پاره رابلل شوي ول.
د شنبې په شپه وروسته له هغې چې د غوا څښتن ځايي چارواکو ته له خپل فارم څخه د غوا د تیښتې خبر ورکړ، تر کابو څلورو ساعتونو منډو او هڅو وروسته بلاخره ځايي چارواکي په دې وتوانیدل چې غوا بیرته قابو کړي.
د پولیسو مشر اندریاس وینکر په دې هکله د لیشا میډیا په نامه یوې ځايي رسنۍ ته وویل: «په لومړي سره کې ښايي ډیر جالب وي، خو دا زموږ ډیر خطرناک ماموریت وو.»
لومړی د غوا مالک ویلي ول چې دوې غواګانې يې له فارم څخه تښتیدلي دي، خو تر تیښتې څو شیبې وروسته یوه غوا بیرته ونیول شوه. د چارواکو په مرسته، تر څو شیبو پلټنو وروسته د بلې غوا موقعیت هم وموندل شو چې د یوه سوپرمارکیټ په خوا کې ولاړه وه.
د موقعیت تر موندل کیدو او د نیول کیدو پرمهال غوا بیرته د ښار پر لوري مخه کړه. د تیښتې په دې موده کې غوا یو شمیر پټي، د میلې یو پارک او ځيني نورې سیمې زیانمنې کړي دي.
تر دې پیښې وروسته، پولیس اړ شول چې ځايي اوسیدونکو ته خبر ورکړي چې د غوا مخه پرانیستې پریږدي. د تیښتې پرمهال غوا پر خپله لار یو کوچنی موټر سایکل او د پولیسو یو موټر هم زیانمن کړی دی.
د غوا څښتن چې په خپله یو بزګر دی، د غوا د آرامولو د هڅې پرمهال هم د غوا له برید سره مخامخ شوی دی او د لغتې یو ګوزار یې خوړلی دی.د چارواکو په خبره د نوموړي وضعیت ښه دی.
وروسته له هغې چې د پولیسو یوې هلیکوپترې د غوا موقعیت پیدا کړ، غوا په یوه داسې سیمه کې بنده وه چې د تیښتې لار یې نه درلوده. پولیسو او د رضاکاره اور وژونکو ډلې د خپلو موټرو په واسطه د غوا مخه ډپ کړې چې بیا وروسته د بې هوښۍ په ډزو غوا تر کنترول لاندې راوستل شوې ده.
د آلمان د خبري آژانس په حواله، د غوا څښتن بیا وروسته د یکشنبې په ورځ غوا بیرته خپل فارم ته انتقال کړې ده.