په آلمان کې یوه کس خپل موټر له مسجد سر جنګولی دی
۱۳۹۸ شهریور ۳۱, یکشنبهاعلان
دغه سړی چي ښايي رواني ناروغي ولري، د شنبې په ورځ ناوخته (د سپټمبر ۲۲مه نیټه) د آلمان د شتراسبورگ د کولمار ښار له یوه مسجد سره د خپل موټر تر جنګولو وروسته د پولیسو له خوا ونیول سو. په دغه پيښه کي له هغه پرته بل څوک ژوبل سوي نه دي.
د دغه ښار یوې څارنوالې کاترینه سوریتا منراد، ویلي دي چي هغه له ځان سره جړې ته ورته یوه وسله درلوده او د هغه په واسطه یې ځان ټپي کړی دی. اوس چي هغه روغتون ته انتقال سوی دی، یو روانشناس ډاکټر به ډیر ژر هغه د رواني لحاظه معاینه کړي ځکه داسې ښکاري چي دغه کس په رواني ناروغۍ اخته دی.
(qn/ms (afp