په آلمان کې نوی چپي گوند سوسيال دموکرات گوند ته گواښ پېښوي
۱۳۸۶ خرداد ۲۸, دوشنبهاعلان
د خوراکي توکو د اتحاديې مشر فرانڅ يوزف مولنبېرگ وويل چې نوی کيڼ لاسی گوند به د آلمان په گوندي جوړښت کې د تغييراتو سبب وگرځي. سره له دې چې نوی چپي گوند لا د ټول آلمان په سطح د ايتلاف جوړولو وس نه لري خو کېدای شي چې دغه حالت تر راتلونکو انتخاباتو پورې بدل شي.