په آلمان کې د پناه غوښتونکو پر کمپونو بریدونه کم شوي
۱۳۹۶ دی ۱, جمعهد جمعې په ورځ د «فرانکفورتر شاو» په نامه د یوې آلمانۍ ورځپانې د یوه رپوټ له مخې د آلمان د جنايي جرمونو د پولیسو فدرال ادارې یا «BKA» د روان کال د دسمبر میاشتې تر نیمايي پورې په ټول آلمان کې د مهاجرینو پر کمپونو او هستوگنځایونو باندې ۲۶۴ بریدونه ثبت کړي دي.
د آلمان د جنايي جرمونو د پولیسو فدرال ادارې د رپوټ په حواله د بریدونو له دې شمیر څخه ۲۵۱ بریدونه د ښي اړخه سخت دریځو له لوري ترسره شوي او د پولیسو په وینا په ۱۳ نورو بریدونو کې بیا سیاسي انګیزه نه ده لیدل شوې.
سربیره پر دې، دې شمیرو ته په کتو سره دا جوته کیږي چې د تیرو دوو کلونو په پرتله د مهاجرینو پر کمپونو باندې په دغه راز بریدونو کې د پام وړ کمی راغلی دی.
په ۲۰۱۶م کال کې آلماني چارواکو ویلي وو چې دوی د مهاجرینو پر کمپونو باندې د سیاسي انګیزې درلودونکي ۹۹۵ بریدونه ثبت کړي وو چې له دې جملې څخه ۱۶۹ پیښو کې له تاوتریخوالي کار اخیستل شوی دی.
په ۲۰۱۵م کال کې بیا د مهاجرینو پر کمپونو باندې دغه راز ۱۰۳۱ بریدونه ثبت شوي وو چې زیاتره دغه بریدونه د آلمان له لوري مهاجرینو ته د دروازو تر پرانیستولو وروسته د کال په نیمایې دوهمه برخه کې ترسره شوي وو.
د دغه راز بریدونو په کچه کې کمښت مسئلې ته په کتو سره، په آلمان کې د مهاجرت د کړکیچ له پیل څخه وړاندې دغه شمیر بیا هم لوړ دی. په ۲۰۱۴م کال کې دغه ډول ۱۹۹ بریدونه او بیا په ۲۰۰۳م کال کې تر هغه هم کم یعنې ۶۹ بریدونه ثبت شوي وو.