په آلمان کې د وژنو پېچلې پيښه
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۴, سهشنبهد شنبې په ورځ د آلمان په سویلي ښار پاساوو کې د هوټل په یوه خونه کې درې جسدونه چې د لیندۍ په غشو سوري ول، وموندل شول. د آلمان پولیسو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۱۳مه) وویل چې اوس يې د درو موندل شوو مړو څخه د یوه په کور کې دوه نور جسدونه موندلي دي.
په پاساوو کې د ایالتي څارنوالانو ویاند ویلي دي د سویل لویدیځ ایالت نیدرزاکسن په ویټنګ سیمه کې په یوه کور کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي. د څارنوالانو په وینا د پاساوو د پيښې یوه ۳۰ کلنه په ویټنګ کې اوسیده.
د پولیسو په وینا په ویټنګ کې د موندل شوو میرمنو د هویت او د پاساوو له پيښې سره د هر ډول ممکنه ربط په هکله هڅې روانې دي.
درې لیندۍ
خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلې دي چې دغه معما د شنبې په ورځ هغه مهال پېل شوه چې په پاساوو کې د هوټل یوه کارکوونکي درې میلمانه په یوه خونه کې مړه وموندل. په موندل شوو مړو کې یو ۵۳ کلن سړی او دوې ۳۰ کلنې ښځې دې چې بدنونه یې د لیدنۍ په غشو سوري شوي ول. ۵۳ کلن سړی او یوه ۳۰ کلنه ښځه په یوه کټ کې لاس په لاس پراته وو او بله ۳۰ کلنه میرمن پر ځمکه مړه موندل شوې وه.
تحقیق کوونکو لومړی دوې لیندۍ وموندلې او بیا وروسته یې په یوه بیګ کې د دریمې لیندۍ د موندل کیدو خبر ورکړ. لومړنۍ څیړنې په دغو مرګونو کې د بل کوم کس ښکیلتیا په هکله نخښې نښانې نه په ګوته کوي.
د څارنوالانو په وینا دا خبره هم لا نامعلومه پاتې ده چې مړو شوو کسانو څرنګه له یو او بل سره پيژندګلوي درلوده. ځکه چې یو ۵۳ کلن سړی او ښځه د راینلندفلڅ ایالت اوسیدونکي ول او یوه ښځه بیا د نیدرزاکسن. درې واړه د جمعې په ورځ هوټل ته ورغلي ول. ښایي نن د سه شنبې په ورځ د مړینې د علت د معلومولو په هکله د معایناتو نتیجه معلومه شي.
(tj/msh sr/nz (dpa, AFP
زموږ له آرشیف څخه: