په آلمان کې د مهاجرو د ماشوم زیږونې کچه لوړه شوی
۱۳۹۷ فروردین ۱۲, یکشنبهپه آلمان کې د نفوسو فدرالي اداره وایې چې په ۲۰۱۶ م کال کې په آلمان کې ۷۹۲۱۳۱ ماشومان زیږدلي دي. د یادې ادارې په حواله دا تر هغې د یوه کال مخکې په پرتله ۷ سلنه زیاتوالی ښيئ چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د دې زیاتوالي دلیل د اقتصادي وضعیت ښه کیدل، د حکومت تشویقي سیاست او د مهاجرو زیاتیدل ښودل شوی دی.
آلمان د اروپا د تر ټولو لوی اقتصاد په توګه د خپل تقاعد له سیستم سره د نفوس یا وګړو د زوړوالي له ستونزې سره لاس او ګریوان دی. له دې امله دغه هیواد په تیرو لسو کلونو کې د ماشوم د زیږونې په خاطر له مور پلار سره خپلې مرستې زیاتې کړي دي.
له جګړه ځپلو هیوادونو لکه عراق او سوریې څخه د شاوخوا یو میلیونه مهاجرو راتګ، په دغه هیواد کې د زیږیدنې د کچې د لوړوالي یو له لاملونو څخه ګڼل کیږي. نوي شمیرې ښیئ له ۳۰ څخه تیر ۳۷ کلنو عمر لرونکو میرمنو چې پخوا به یې لږ ماشومان زیږول، په ۲۰۱۶ م کال کې د کورنۍ د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو او د حکومت د تشویقي مرستو له زیاتیدو سره یې ډیر ماشومان زیږولي دي.
په اوس وخت کې د آلماني اتباعو د ماشوم زیږونې کچه ۳ سلنه او د نورو هیوادونو اتباعو چې په آلمان کې ژوند کوي ۲۵ سلنه لوړه شوی ده.
د آلمان د نفوسو فدرالي ادارې ویلي دي: «د هغو ښځو شمیر په آلمان کې زیات شوی دی چې په عنعنوي توګه په خپلو هیوادونو کې د ماشوم زیږونې لوړه کچه لري».
دغو شمیرو ته په کتلو سره لیدل کیږي چې سوریایې مېندو او پلرونو ۱۸۵۰۰ ماشومان زیږولي دي، چې د ټولو بهرنیانو د زیږدنې یو پر څلورمه برخه تشکيلوي. په همدې کال د عراقي مېندو پلرونو د ماشومانو زیږدنې کچه هم دوه برابره زیاته شوی وه چې د نویو زیږدلو ماشومانو شمیر یې۵۵۰۰ ته ورسید.
په همدې منځ کې د افغان مېندو او پلرونو د ماشوم زیږونې کچه دری برابره شوه او د نوي زیږدلو ماشومانو شمیر یې ۵۹۰۰ ته ورسید، البته په ۲۰۱۶ م کال کې.