په آلمان کې د لیدو وړ ځایونه
لکه سږني دوبي چې وښووله آلمانان په خوښۍ سره غواړي رخصتۍ په خپل هیواد کې تیري کړي. له دې کبله هم چې د خوښولو ډیر ځایونه شته. آلمان د سیلاني توب له پاره ساحلونه، غرونه، تاریخي قصرونه، ښارونه، ځنگلونه او رودونه لري.
بورکوم
بورکوم چې په کال کې ۲۰۰۰ ساعته لمر لري، په آلمان کې یوه له زیات لمر لرونکو سیمو څخه ده. د وټن سیند د ملي پارک په منځ کې پروت دی. په آلمان کې د هیلگولند د یوازیني ټاپو تر څنگ د بورکم ټاپو سمندري اقلیم لري. د دغه ټاپو ټول مساحت کابو ۳۱ کیلومتره مربع ته رسیږي.
د وادن د خړې سمندرگی
د ورځې دوه وارې د نارد زې يا درياب تر ساحله پورې اوبه رسیږی او د سیند غاړه تازه کوي. د آلمان درې ایالتونه شلیسوېگ هولشتاین، هامبورگ او نیدرزاکسن د خپلو سمندرونو د ساحلونو غاړو د خټې برخه د ملي پارکونو په توگه اعلان کړي دي. دغه ځایونه په ځانگړې توگه په پښو د مزل کولو له پاره په زړه پورې دي.
روگن
لمر، د سیند غاړه او سمندر. د آلمان لوی ټاپو چې د ختیځ درياب (اوست زې) د مرواري په نوم هم مشهوره دی، د میکلنبورگ- فورپومیرن، سره تړاو لري. روگون هم د آلمان له هغو سیمو څخه ده چیرې چې زیات لمر وي. د سیلاني توب دغه ځای د درياب د غاړې د سپین ریگ له کبله هم مشهور دی.
وتڅمن
د وتڅمن غر، د غرو ختونکو او قدم وهونکو له پاره بلا تشبه جنت دی. دغه غر چې د آلمان په بایرن ایالت کې موقعیت لري ، د آلمان دوهم ستر غر دی چې لوړوالی یې ۱۷۱۳ مترو ته رسیږي.
برلین
برلین چې د آلمان پلازمینه ده کال په کال د سیلاني توب له پاره مشهوره کیږي. کال په کال د سیلانیانو شمیر په بې سارې توگه مخ پر لوړیدو دی. په دغه ځای کې د آلمان او آلمانانو تاریخ لیکل شوی ډیری خلک غواړي چې دغه فکر حس کړي. دا د براندنبورگ دروازې انځور دی.
روتنبورگ اوب دیر تاوبر
د آلمان له کوچنیو ښارونو څخه یو دی چې د نورنبېرگ ختیځ ته په سل کیلومترۍ کې پروت دی. دغه کلی ماضي ته د ورگرځیدو یو سفر وړاندې کوي. په هیڅ ځای کې د منځنۍ پیړۍ دومره پاتې شونې نه شته لکه دلته. د بایرن ایالت دغه ځای ته په کال کې تر دوو میلیونو زیات سیلانیان ورځي.
هایدل بیرگ
د هایدل بیرگ د زاړه ښار د پاسه خیالي قصر یوه خرابه ده، خو له ۱۹ پیړۍ راهیسې په آلمان کې د لیدو وړ یو له مشهورو ځایونو څخه دی.
د ووتاخ تنگه دره
په ځنگل کې داوبو دغه ژوره دره د طبعي ښکلا په یوه زړه پورې ننداره ده. دا په منځنۍ اروپا کې د ځنگل په منځ کې وروستی پاتې اصلي رود دی. دغه وړوکي سیند ۲۰۰ متره ژوروالی او شا او خوا ۵۰ کلیومتره اوږدوالی لري.
د زاکسن سویس
له دغې طبیعي ښکلا څخه سړی یوایزې د آلمان په ختیځ کې د دریسدن تر څنگ خوند اخیستی شي. د زاکسن ایالت دغه ملي پارک د لویو تیږو، تنگو درو په درلودلو سره په ۳۶۰۰۰ هکتاره ځمکه پروت دی.
د کیم سمندرگی
د آلمان په بایرن کې لوی سمندرگی چې باوریا سمندرگي په نامه هم یادیږي، شا او خوا ۸۰ کیلومتره مربع غټوالی لري. دغه سمندرگی له لسو زرو کلونو راهیسې موجود دی او ډیر شمیر جزیرې هم لري.
د کنستانس سمندرگی
د کنستانس سمندرگی چې په آلماني ژبه ورته «بودن زې» وایي، د آلمان ستر سمندرگی دی چې شا او خوا ۷۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۴ کیلومتره پلنوالی او ۲۵۴ متره ژوروالی لري. دغه سمندرگی د درو هیوادونو د غرونو په څنډه کې پروت دی چې هغه له آلمان، اتریش او سویس له هیوادونو څخه عبارت دي. هر کال تر یوه میلیون زیات خلک د سیلاني توب دغې سیمې ته ورځي.
نیو شوان شتاین
دا د بایرن ایالت د لویدویگ پاچا دوهم مشهوره قصر دی. گوښه نشینه پاچا دغه فصر د دې له پاره جوړ کړی وو چې له عامه محضر څخه پناه وي. خو په ۱۸۸۶کال کې د هغه تر مرگ لږ وروسته دغه قصر د خلکو پر مخ پرانیستل شو. د بایرن ایالت په سویلي برخه کې دغه قصر تر ټولو زیات د بهرنیو سیلانیانو له پاره په زړه پورې دی. هر کال شا او خوا ۱،۴ څلور میلیونه سیلانیان دغه ځای ته ورځي.
کونېگ زې
د ښيښې په څیر روڼ سمندرگی چار چاپير د الپ د غرونو لړۍ راتاو ده. دغه د طبيعي ښکلا نمونه هم د آلمان د بایرن ایلت د بریشتس گاډین د ملي پارک یوه برخه ده .