په آلمان کې د ترکي مهاجرو قبولي لوړه شوې
۱۳۹۶ اسفند ۱۳, یکشنبهد «فونکه» رسنيزې ډلې د شنبې ورځې (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۳يمه نېټه) رپوټ په حواله، په آلمان کې د ترکي مهاجرو د پناه غوښتنې د منلو کچه د روان کال په جنورۍ مياشتې کې لوړه شوې ده. د رپوټ په حواله د ترکي مهاجرو د منلو ګراف په ياده موده کې ۳۸،۲ سلنې ته رسيدلی دی.
«فونکه» رسنيزې ډلې دغه ارقام د آلمان د کورنيو چارو وزارت له قوله ليکلي دي. د کورنيو چارو وزارت ياد ارقام د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخ له خوا په همدې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي.
په آلمان کې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ مياشت کې د ترکي منل شويو پناه غوښتونکو فيصدي يوازې ۶،۴ سلنه وه. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جنورۍ مياشت کې دغه رقم ۲۲ سلنې ته پورته شوی دی.
د روان ميلادي کال په دننه کې د ترکي اتباعو له خوا آلمان ته ټولټال د پناه غوښتنې ۱۰۷۴ درخواستونه وړاندې کړل شوي دي. له دې ډلې څخه ۴۱۰ دا يې د آلمان د مهاجرت چارو اړوند ادارو له خوا منل شوي دي.
ورته نور مطالب:
«په سونو ترکي مامورین غواړي په جرمني کي پناه واخلي»
له ترکیې اروپا ته د مهاجرو راتګ ډیر لږ شوی
د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخ فراکسيون د مشرتابه معينې سويم داګدلین د «فونکه» رسنيزې ډلې ته په دې اړه ويلي دي: « له [پناه غوښتونکو] څخه په لوړه کچه ملاتړ، مخکې له مخکې په خپله د دې ښکاروندويي کوي چې ترکيه نه قانونمنده او نه هم دموکرات هيواد دی.»
داګلدين همدا ډول د ترکيې په اړه د آلمان پر سياست څخه هم په کلکه نيوکه وکړه. هغې ويلي دي: «د سياسي اړخه دا په بشپړه توګه بي مسئوليتي» ده چې ترکيي ته لا ډيره وسله وليږدول شي. د هغې په خبره دغه اقدام د تيښتې او لا ډيرو مهاجرتو سبب واقع کیږي.
په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال په اوړي کې د رجب طيب اردوغان پر ضد ناکامه پوځي کودتا ترسره شوه، چې د کودتا د مخالفانو له خوا شنډه او وټکول شوه. دغه کودتا د دې لامل واقع شوې چې آلمان کې د ترکيي اتباعو د پناه غوښتنې ګراف لوړ شي.
اردوغان: د کودتاچيانو سرونه به را وشکوو
د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د فرانسې خبري آژانس /ع. ح/ م.ک. ص