په آلمان کې د القاعدې یو مشکوک غړی ونیول شو
۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعه
د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د القاعدې یو مشکوک غړي هڅه درلوده چې د آلمان د «نارد راین ویستفالن» په ایالات کې په یو تروریستي عمل لاس پورې کړي. د آلمان د فدرال جنایي پولیسو او خاصې کوماندو یو 27 کلن ځوان چې آلمانی تابیعت لري د بوخوم د ښار د محصلینو په یوې لیلیه کې ونیوه.
ویل شوي دي چې نوموړی د القاعدی یوې کړۍ پورې اړه درلوده چی د اپریل په میاشت کې د دوسیلدورف په ښار کې کشف شوه او وروسته یې بیا د «دوسیلدروف د کړی» په نامه د آلمان په رسنیو کې شهرت پیدا کړ. د آلمان د کورنیو چارو وزیر، هانس پیتر فریدریښ، خبرداری ورکړ چې د اسلامیستي ترهګری د ګواښ مخه لا تراوسه نه ده نیوله شوی.
دا چې نیول شوي مشکوک سړي څه پلان درلود تر اوسه پورې معلومه نه ده. د آلمان د لویې څارنوالی یوه ویاند هغه رپوټونه رد کړل چی ګواکی مشکوک ترهګر په آلمان کی د کریسمس د جشن په یو بازار باندی د حملی پلان درلود. د پولیسو په یو لړ عملیاتو کی چی ۱۵۰ تنه امنیتي کسانو په کې ګډون درلود د آلمان د ناردراین ویست فالن په ایالت، هامبورګ او شلیسویګ هولشتاین کې ۱۸ کورونه او دکانونه وپلټل شول. د پلټنې په ترڅ کې د «دوسیلدورف کړی» پورې د اړوندو مشکوکو کسانو کورونه هم پلټل شوي دي.
د نوموړی کړۍ درې مشکوک کسان د اپریل په میاشت کې ونیول شول. په هغوی باندی تور لګول شوی چی د یوه بمب د جوړولو هڅه یې کوله. د آلمان د لویې څارنوالۍ یو ویاند وویل چې پرون نیول شوي Halil S نومي سړي غوښتل د نوموړې کړی فعالیت ته دوام ورکړي.
د لویی څارنوالی ویاند زیاته کړه چې مشکوک سړي جعلی اسناد جوړ کړي ول او د یوې حملی په مقصد د تیاری لپاره په غلطو نومونو باندی په ناردراین وستفالن کی کورونه په کرایه نیولو بوخت وو. تر اوسه پورې نه چادونکې توکې او نه هم وسلې موندل شوي دي. د آلمان د امنیتی چارو یو ویاند چې نوم یې رسنیو بربنډ کړی نه دی ویلي:
«تر اوسه پورې داسې مشخصه نښه نښانه نه ده موندل شوې چې مشکوک نیول شوی سړی دې سمدلاسه د کومی حملی تیاری نیولی وي.»
د آلمان د کورنیو چارو وزیر چې نن د آلمان د ایالتي کورنیو چارو له وزیرانو سره په ویس بادن کی د ښي اړخو افراطیانو د ګواښونو په هکله یو کنفرانس لری وویل چې نوموړې پیښه ښیي چې آلمان او اروپا لا تر اوسه د اسلامیستي ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ ده.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش