په آلمان کې دوه کسان د بریدونو د پلانولو په تور نیول شوي
۱۳۹۵ دی ۳, جمعهد برلین پر کریسمس بازار باندي له خونړي برید وروسته، په پیښې کي مشکوک لاس لرونکی انیس امیري لا هم نه دی نیول شوی. خو په ورته وخت کښې د دغه هیواد پولیس وايي چي د وروڼه ئې د جرمني په دويسبوگ ښار کي پر يوې مغازې باندي د بريد پلانولو په شک نيولي دي. دغه دوه کسان د کوسوو هيواد بلل شوي دي.
د پنجشنبې په شپه پولیسو د نورد راین ویستفالن ایالت په دویسبورګ ښار کښې ساده جامو او یونیفورم لرونکو پولیسو عملیات ترسره کړل. پولیسو په اوبرهاوسن کښې یوه ستره مغازه محاصره کړه او د عملیاتو په ترڅ کښې یې دوه کسان ونیول.
د پولیسو له خوا د خپرې شوې بیانیې په حواله دغه کسان د کوسوو هیواد څخه دوه وروڼه ښوول شوي او عمرونه یې ۲۸ او ۳۱ کلونه دي. بیانیې همدا راز دغه دوه کسان په اوبرهاوسن کښې پر سینترو «مغازه» او د کریسمس پر بازار باندې د برید پلانولو شک کيږي.
نارد راین ویستفالن د آلمان هغه ایالت دی چې د برلین د برید شکمن، انیس امیري په ۲۰۱۵م کال کښې د پناه غوښتنې په موخه راغلی وو.
په عین وخت کښې چارواکي وايي چې دوی په دې باور نه لري چې ګواکې د برلین برید او پر سینترو مغازه باندې د برید پلان دې یو له بل سره همغږي او ارتباط ولري.
پولیسو د جمعې په سهار وختي ویلي دي چې موږ په عاجله توګه د دې پلټنه کوو چې د برید پلان څومره پرمختګ کړی وو او څومره کسان د برید په دې هڅه کې شامل دي.
فدرالي څارنوالانو په دې هکله وویل چې پولیسو په برلین او نورد راین ویستفالن ایالت کښې د انیس امیري د نیولو له پاره چاڼیز عملیات پیل کړي دي. انیس امیري۲۴ کلن مهاجر د تونیس وګړی دی او چي د برلين په خونړۍ پېښه کي د لاس لرلو شک ورباندي کيږي. د لارۍ موټر په دغه بريد کي ۱۲ کسان ووژل سول او ۵۰ نور ټپيان شول.
د تورن کس د پلټني عملیات
څارنوالانو همدا راز رسنیو ته ويلي دي چې د بادن وتمبرګ ایالت په هیلبرون ښار کښې د سیلانیانو یو موټر هم پلټل شوی، خو څوک ترې نه دي نیول شوي. د برلین د پیښې له سیمې څخه اخیستل شوو ویډیوګانو کښې ښکاري چې انیس امیري، په برلين کي تر بريد وروسته، له سیمې څخه لا درکه شوی دی.
د برلین ځايي تلویزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې پکښې انیس امیري له برید څخه څو ساعتونه وروسته د برلین په موابیت سیمه کښې په یوه جومات کښې لیدل کيږي. د یادولو وړ ده چې همدې سیمې ته څیرمه په برید کښې کارول شوی موټر تښتول شوی او پولنډي موټرچلونکی یې هم په همدې سیمه کښې وژل شوی وو.
نور مطالب: