په آلمان کې تر ۷ ټنه زيات کوکائین نیول شوي دي
۱۳۹۶ دی ۶, چهارشنبهد آلمان فدرالي جنايي پولیسو ویلي دي چې سږکال یې ډیر کوکائین نیولي دي. آلماني رسنې NDR رپوټ ورکړی دی چې په دې اړه ارقام ډیر لوړ دي.
د آلمان پولیس توانیدلي دي چې په روان کال کې تر اوو ټنو ډیر کوکائین ونیسې. د جنايي جرمنو فدرالي ادارې روښانه کړې ده چې په ټوله کې د کوکائین په قاچاق کې له دې کبله زیاتوالی راغلي دي چې د دې نشه يي توکي د تولید په برخه کې پرمختګونه شوي دي.
چارواکو په روان کال کې د مخدرو توکو پر ضد ډیر پراخ عملیات کړي دي. د روان کال په جولای میاشت کې په هامبورگ کې د عملياتو پرمهال پولیسو ۳.۸ ټنه کوکائین ونیول.
«د کوکائینو سیلاب»
د آلمان فدرالي جنايي پولیسو د مخدرو موادو پر ضد مبارزې څانګې مشر کرستین هوپه، ویلي دي چې د سویلي امریکا قاچاق وړونکو د آلمان مارکیټونه تر خپلې اغیزې لاندې راوستي. هغه زیاته کړې ده: «د مخدرو موادو پلورونکي یو شعار تعقیبوي: عرضه تقاضا رامنځ ته کوي.» هغه زیاته کړه: «په سویلي امریکا کې د کوکائینو عرضه ډیره شوې ده، له همدې کبله موږ دلته د دې نشه يي توکي له یوه سیلاب سره مخامخ یوو.»
خو دغه چارواکي روښانه کړې ده چې لا تر اوسه پوري وختي دی چې سړی ووایي چې کوکائین به په یوه ورځني مخدر توکي باندې بدل شي.
کوکائین څرنګه اروپا ته رسیږي؟
د آلمان فدرالي پولیسو په حواله کوکائین ډیر وخت له سویلي امریکا څخه اروپا ته په کانتینرونو کې او له نور محصولاتو لکه کیلو سره یو ځای راوړل کیږي.
د آلمان د فدرالي جنايي پولیسو اداره وایي، کله چې دغه کانتینرونه د بیلګې په توګه د هامبورګ بندر ته ورسیږي، نو جینايي سازمانونه بیا کارکوونکو ته رشوت ورکوي، څو ډاډه شي چې د هغوی محموله پرته له کومې ستونزې تخلیه کیږي.
دغه اداره روښانوي چې په ایټالیا او بالکان کې میشت جنايي سازمونه د اروپا د مخدرو توکو بازار تر خپل کنترول لاندې لري.
dpa,afp(M.J/N.Z)
زموږ له ارشیف څخه: