1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي نوی تسليحاتي جنجال

نسیم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۴, دوشنبه

د آلمان د دفاع وزارت په خپلو تسليحاتي پروژو سره يو وار بيا د دغه هيواد د خبرونو سرټکی گرځېدلی دی. دا ځل خبره د څرخي الوتکو پر یوې ميلياردې پروژې باندي راڅرخي.

https://p.dw.com/p/19W4N
ARCHIV - Ein Bundeswehrhubschrauber vom Typ NH-90 fliegt am 06.09.2010 während der ILÜ 2010 (Informations- und Ausbildungslehrübung) über den Truppenübungsplatz bei Bergen. Foto: Peter Steffen/dpa (zu: "Bericht: Rechnungshof moniert Hubschrauber-Deal de Maizières") +++(c) dpa - Bildfunk+++
Hubschrauber NH 90انځور: picture-alliance/dpa

د يوې آلمانۍ ورځپاڼي د راپور له مخې داسي شک کيږي چي د آلمان د دفاع وزارت د ميلياردو يورو يوه تسليحاتي پروژه مخ ته وړل کيږي. هغه د NH90 څرخي الوتکې د رانيولو پروژه ده، چې ويل کيږي د دغي پوځي الوتکې د فرمايش ورکولو په بهير کې ستونزي موجودي وې.

لکه څرنګه چې د «فرانکفورتر آلګېماينه څايتونګ» ورځپاڼه کاږي، د آلمان پوځ يو پټ رپوټ دې نتيجې ته رسېدلی دی چې د NH90 څرخي الوتکه چې د «څو بېلو دندو وړتيا لري» په سمندري ځواک کې د په نظر کې نيول شوې دندې له پاره کافي وړتيا نه لري. سره له دې هم وزارت غواړي چې ۱۸ دغه ډول الوتکې دNFH NGEN Sea Lion په بڼه د ۹۱۵ مليونو يورو په بيه د سمندري ځواکونو له پاره وپېري. دغه الوتکي د آلماني، فرانسوي او هسپانوي Eurocopter نومي شرکت له لوري جوړيږي.

د آلمان پوځ د ۲۰۱۱ کال د جولای مياشتې پټ رپوټ، چې د FAZ له ورځپاڼې سره دی، د يوې داوطلبۍ د علانولو پايلې رانغاړي چې له مخې يې د آلمان سمندري ځواک د امريکايي Sikorsky شرکت د يوې څرخي الوتکې رانيول غوښتي ول. دغه داوطلبي د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر مياشتې په پای کې د دفاع وزارت په دې دليل ودروله چې ګويا کافي بودجه نه شته.

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير
د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزيرانځور: picture-alliance/dpa

د سږ کال په مارچ مياشت کې بيا د دفاع وزارت د دغسې يوې سمندري څرخي الوتکې فرمايش بې له دې چې نوې داوطلبي اعلان کړي، د Eurocopter شرکت ته ورکړ. د «فرانکفورتر الګېماينه» ورځپاڼه خبر ورکوي چې وزارت د دفاعي پلاوي غوښتنه هم په نظر کې ونه نيوله چې په دغې پروژې باندې دې په پارلمان کې بحث وشي.

د مسيحي ديموکرات او ليبرال دموکرات ګوندونو د اييتلاف په اکثريت سره بيا د بودجې پلاوي د جون مياشتې په پای کې د فرمايش ورکول ومنل. د سمندري ځواکونو صاحب منصبان د رپوټ له مخې اټکل کوي چې د Sea Lion څرخي الوتکې په رانيولو سره د ۲،۷۵ ميلياردو يورو اضافي لګښتونه راځي، چې يوازي د Eurocopter شرکت ور څخه ګټه اخلي.

د آلمان د محاسبې ادارې خبرداری

د آلمان د محاسبې فدارلي اداره د وزارت دغه کارونه په رسمي ډول د سوداګريز رقابت او سيالۍ د اصولو خلاف بللي دي او په يوه «اعتمادي» ګڼل شوي رپوټ کې يې په جون مياشت کې داسې استدلال او سپيناوی کړی دی چې «نور شرکتونه دې هم د دې امکان ولري چې په داوطلبي کې ونډه واخلي.» سربېره پر دې شک موجود دی چې وزارت د سپما او برابرو چانسونو اصول «په کافي ډول» په نظر کې نيولي دي.

د توماس دېمېزير په مشرۍ د دفاع وزارت د سمندري څرخي الوتکې د داوطلبۍ پر بهير باندې نيوکې رد کړې. د دفاع وزارت د يوه وياند په خبره د داوطلبۍ د اعلانولو اړتيا نه وي.

اپوزيسيون سر ټکوي

د سوسيال ديموکرات ګوند د دفاعي چارو کارپوه، هانس پېتر بارتلس پر دېمېزير باندي تور ولګاوه چې «د سمندري ځواک د وړتيا په زيان له تسليحاتي صنعت سره د قطعې بازۍ په څېر ګډ کار کوي.» نوموړي د FAZ ورځپاڼې ته وويل چې دغسې کړه وړه د منلو وړ نه دي. د زرغون ګوند د دفاعي چارو وياند، اميد نوري پور د «پارلمان تر شا د نه زغملو وړ عمل» څخه خبري کولې.

اروپايي کميسيون هم ښکېل شوی دی

په دې ترڅ کې د «فرانګفورتر الګېماينه څايتونګ» د رپوټ په حواله د وزارت د کړنلارې په خلاف ، په اروپايي کمېسيون کې هم شکايت شوی دی. پر دېمېزير او د تسليحاتي چارو پر مرستيال، شتېفن بېملسمنس باندې تور لګول کيږي چې د اروپا د رقابتي او داوطلبۍ د مقرراتو په وړاندې يې «ښايي سرغړونې» کړې وي.