1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د یوې افغاني ښځي مجسمه جوړه سوې

رضا شیرمحمدي/شمس الرحمان ناصر۱۳۹۳ فروردین ۱۱, دوشنبه

د فرانکفورت ښاروال غواړي چې د یوې افغان الاصله آلمانۍ ښځي مجسمه په آلماني ټولنه کې د افغانانو د ادغام او د دغو دواړو هیوادونو د کلتوري عنعنې د یوې بیلگې په توگه په دغه ښار کې ودروي. دا د یوې افغان لیکوالې مجسمه ده.

https://p.dw.com/p/1BYYT
انځور: DW/R.Shirmohammadi

په پام کې ده چې د آلمان د فرانکفورت ښاروالۍ مسئولینو پتېيلې ده چي «زه یوه افغان الاصله آلمانۍ یم» په نوم کتاب لیکوالې نادیه قانع، مجسمه د دغه ښار په یوه انستیتیوت کې ودروي. دغه مجسمه د برهنه معصوم، په نامه یوه افغان الاصله آلماني نقاش د ښځو د حقونو په برخه کې د دغې ښځي د مبارزې او کلتوري خدمتونو په ویاړ جوړه کړې ده.

دغه د برنزو یا ژړو مجسمه چې د آلمان په کسل ښار کې جوړه شوې ده د رسمي مراسمو په ترڅ کې د کسل ښاروال له خوا د فرانکفورت ښاروالې ته وسپارل شوه. د فرانکفورت ښاروال ویلي دي چې دغه مجسمه به په راتلونکو ورځو کې د دغه ښار په یوه انستیتیوت کې ودروي. دغه انیستیتوت له ۲۵ کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې کډوالي ښځي روزي.

د کسل د ښاروال بارترام هیلگن، په خبره دغه مجسمه کیدای شي د هغو بهرنیو میرمنو له پاره چې د ډیرو ستونزو په گاللو سره آلمان ته راغلي وي او غواړي په دغه هیواد کې روښانه راتلونکې ولري یوه ښه بیلگه وي.

هیلگن دویچه ویله ته وویل: «دا د هغو انسانانو له پاره چې له نورو هیوادونو څخه آلمان ته راغلي وي او غواړي چې په اروپا کې لکه د فرانکفورت د ښار په شان په یوه ټولنه کې فعاله ونډه ولري یوه ډیره ښه بیلگه ده. میرمن قانع یوه مشهوره بیلگه ده. داسې نور بهرنیان هم لرو چې د آلمان په مختلفو ښارونو کې يې ځانته خپل ټاټوبي موندلي دي او په ټولنیز، سیاسي او کلتوري برخو کې ډیر فعاله دي. دا په رښتیا سره هم ډیرې هیلې راټوکوي.»

د دغې مجسمې جوړونکي برهنه معصوم، هم ویلې دي چې دغه مجسمه يي د کلتور او هنر څخه د ملاتړ، د ښځو د حقونو څخه د دفاع او ټولنیزو برخو کې د میرمن قانع د نه ستړی کیدونکو هڅو په ویاړ جوړه کړی ده. نوموړي زیاته کړې ده:

«ما غوښتل چې د یوې افغانې میرمنې مقام او ارزښت ته د خپل هنر په وسیله تبارز ورکړم. زه هیله لرم چې نوی نسل به د ښځو ارزښتونه، چې د کورنۍ او کاري چاپیریال په برخو کې ډیری سختۍ گالي، په پام کې ونیسي. دې ټولو زما له پاره ډیر ارزښت درلود او په ډیره لیوالتیا مې دغه مجسمه جوړه کړه.»

نوموړي دغه مجسمه له یوه نوي زیږیدلي ماشوم سره تشبیه کړه چې نهه میاشتې د مور په نس کې د تکامل په حال کې وي. هغه زیاته کړه چې همدومره وخت يي د دغې مجسمې پر جوړولو تیر کړی دی. ښاغلی معصوم د ۵۰ کلونو راهیسې مجسمې جوړوي او تر اوسه پورې د نړۍ په ۴۷ نندارتونونو کې د ده آثار نندارې ته وړاندې کړای شوي دي. یوازی د آلمان په موزیمونو کې د ده ۷ مشهوره آثار د عامه خلکو ننداری ته ایښوول شوي دي.

په اروپا کې د افغان میرمنو د کمیسیون مشره صالحه وهاب واصل، د قانع له مجسمې سره
په اروپا کې د افغان میرمنو د کمیسیون مشره صالحه وهاب واصل، د قانع له مجسمې سرهانځور: DW/R.Shirmohammadi

په اروپا کې د افغان میرمنو د کمیسیون مشرې صالحه وهاب واصل، د اروپا په یوه مشهور ښار«فرانکفورت» کې د یوې افغانې میرمنې د مجسمې درول د افغاني میرمنو له پاره لویه بریا بولي. نوموړې وايي چې دغه مجسمه کولای شي اروپايي ټولنې ته د افغان میرمنو یو ښه انځور وړاندی کړي.

نادیه قانع وايي چې د هغې مجسمه په خپله په آلمان کې د کډوالۍ د سختو شرایطو کیسه کوي، د هغو کسانو له پاره چې یوه نوي ژوند ته د لارې موندلو له پاره په دغه مشغوله ټولنه کې له ډیرو سختیو سره مخامخ کیږي. نوموړی زیاتوي:

«زه نن خبره شوم چې د آلمان د فرانکفورت په ښار کې چې د دغه هیواد اقتصادي مرکز دی او ډیر شمیر موزیمونه لري تر اوسه پوری پکښې د کومې ښځي مجسمه درول شوې نه وه. زه لومړنۍ ښځه یمه، هغه هم بهرنې ښځه. دا په رښتیا هم زما له پاره د ویاړ ځای دی.»

د میرمن قانع په خبره د افغان میرمنو ستونزې، د ټولو هغو نیمگړتیاو تر څنگ چې ښیگڼې هم لري د دې سبب گرځي چې دوی نور هم پوخوالي ته ورسیږي او په مختلفو برخو کې په ډیر ځواک سره را څرگندې شي.

له ۳۰ کلونو څخه زیات وخت کیږي چې نادیه قانع په آلمان کې اوسیږي. هغې له افغانستان څخه آلمان ته د مهاجرت د سرگذشت او په آلمان کې د ژوند په هکله یو کتاب لیکلی دی.

نوموړې په آلمان کې د «ښځي» په نوم د موسسې مشره ده او په مختلفو برخو کې، د هغی له جملې څخه تازه راغلو کډوالو سره مرسته او د دواړو هیوادونو د کلتورونو تر منځ د اړیکو په برخه کې فعالیت کوي.