1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د کندوز د پيښي محاکمه بيا پيل سوه

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۸, چهارشنبه

د کندوز تر خونړۍ بمبارۍ څلور کاله وروسته اوس د آلمان د بون ښار په سيمه ييزه محکمه کي د دغي پيښي د قربانيانو کورنيو ته د تاوان ورکولو پر سر محکمه روانه ده.

https://p.dw.com/p/1A9CR
انځور: picture-alliance/dpa

د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۳۰) د آلمان د بون ښار سيمه ييزي محکمې د کندوز د خونړۍ پيښي په اړه چي د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر مياشتي پر ۴ نېټه رامنځ ته سوې وه په اقامه سوو شواهدو پيل وکړ.

ويل کيږي چي د دغي محکمې په جريان کي به هغه ويډيو هم وکتل سي چي د پيښي پرمهال د امريکايي جنګي جټ الوتکو له خوا ثبت سوې ده او دغه راز به د آلماني سرتيرو او امريکايي پيلوټانو ترمنځ هغه خبري هم واوريدل سي چي د پيښي په اړه تر سره سوي دي.

محکمه غواړي چي دا خبره هم روښانه کړي چي آيا په افغانستان کي د هغه وخت د آلماني ځواکونو عمومي قومندان ډګروال ګیورګ کلاين چی اوس یی د جنرالی رتبه تر لاسه کړی ده، د خپلي دندې پرمهال د ملکي وګړو د دفاع قوانين تر پښو لاندي کړي ول.

د کندوز خونړي هوايي بريد په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د ماموريت تر ټولو ناوړه پيښه بلل سوې ده. دغه پيښه له هغه وروسته رامنځ ته سوه چي د وسله والو طالبانو له خوا د تيلو دوه ټانکرونه وتښتول سول او په شمال کي د آلماني ځواکونو قوماندان ډګروال کلاين لخوا ورباندي د بمبار امر ورکړل سو. په دغه بمبار کي نزدې ۱۰۰ تنه ووژل سول چي ډير يې ملکي وګړي دي. د وژل سوو کسانو شمېر تر اوسه هم دقيق نه دی معلوم.

په پيښه کي د قربانيانو د کورنيو غړو پر آلمان باندي د لږ تاوان ور کولو په خاطر دعوه کړې ده. د آلمان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي د قربانيانو کورنيو ته يې د ۹۰ تنو وژل سوو هر يوه پر سر ۵۰۰۰ ډالره چي (نزدې ۳۸۰۰ يورو) او په مجموع کي ۳۵۰۰۰۰ يورو کيږي ورکړي دي. خو د قربانيانو د کورنيو وکيل کريم پوپل بيا د ۳،۳ ميليونو يورو تاوان غوښتنه کړې ده.