په آلمان کي د کريسمس جشن نن او پرون
په آلمان کي د کريسمس په جنش کي په تيرو کلونو کي ډېر بدلون راغلی دئ. په ۱۹۴۵م کال کي چي تر جگړې وروسته آلمانانو د کريسمس لومړی جشن ولمانځه بيا تر اوسه ډېر بدلون پکښې راغلی دئ.
ونه او سینگار
په دې ورځو کې په آلمان کې د کریسمس په ملیونونو ونې په څراغونو او نورو شیانو سره سینگار لیدلې کیږي، هم په کورنو او هم پر سړکونو بازارنو کې. حال دا چې له دې مخکې خلکو د «صبر» په یوه ساده ونې باندي بسیا کوله، اوس په ډیرو گرانو او قیمتي وني په سینگار کې ډېر افراط کیږي. په داسی حال کې چې اوس د کریسمس جشنونه ظاهري ښکلا دير زیاته او په زړه پورې ده، خو پخوا په داسي وخت کې بل ډول هوا او وضعیت وو.
په۱۹۴۵ کال کې کریسمس
کله چې آلمانانو وروسته له دوهمې نړۍ والې جگړې څخه خپل لومړی کریسمس لمانځه، د هغوی هیواد ویجاړ ؤ، ښارونه په کڼدوالو بدل شوي ؤ او په ملیونو انسانان بی سرپناه ول. که څه هم د برلین د ۱۹۴۵ کال د یوی چاپی رسنې د جلد انځور په لومړي سر کې د خلکواو بیا په خاصه توگه د کوچنیانو د خوشحالۍ څیره ښکاره کوي، خو په هغه کال کې د خلکو غټه پوښتنه دا وه چې:«له کوم ځای څخه یو مړې ډودي پیدا کړو؟»
تر جگړې وروسته لومړي کلونه
له ۱۹۴۶ تر ۱۹۴۹کلونو په آلمان کې د لوږې کلونه ول. خیریه مؤسسو په مختلفو ډولونو هڅه کوله چې د کریسمس د جشنونو له لمانځونو او بې وزلو خلکو ته د خوراکي موادو له ورکړې سره خلکو ته د خوښۍ فضا جوړه کړي. فقر، محرومیت او لوږه په هغه وخت کې د اکثریت خلکو گډ درد او رنځ ؤ. دا د دې لامل گرځیده چې خلک هڅه وکړي تر کومه ځایه چې امکان ولري، لږ تر لږه کریسمس په خوښۍ سره ولمانځي.
د «اقتصادي معجزې» په دوره کې کریسمس
تر دوهمي نړۍوالې جگړې وروسته آلمان پر دوو برخو لویدیځ او ختیځ وویشل شوو. (پخوانی) لویدیځ آلمان د ۱۹۵۰لسیزې په کلونو کې د یوې اقتصای معجزې شاهد ؤ، هغه معجزه چې د ټولو خلکو د کار او زحمت په نتیجه کې پیدا شوه او د دی سبب شوه چې دا هیواد د ټولنیزې سوکالې پر لور گام واخلي. له هغه وخته د کریسمس جشنونه هم وار په وار ځلانده څیره پیدا کوله.
کریسمس او د « سولې جشن»
د ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۹ کلونو په مینځ کې (پخوانی) ختیځ آلمان د سوسالیستی نظام په جوړولو بوخت ؤ. دا چې دین او مذهب سره سم نه جوړیده، د ختیځ آلمان مشرانو هڅه کوله چې د کریسمس د جشن د کم رنگ کولو او حتی لغوه کولو سره یی دغه جشن ته یوه عمومي غیز مذهپی بڼه ورکړي، یعنی یو ډول کورنی جشن وگرځي. کریسمس په (پخواني) ختیح آلمان کې د «کال د پای جشن» او یا هم د «سولې د جشن په نامه» یاد شوی دي.
د پخواني ختیځ آلمان بریالی صادراتي محصول
۱۹۶۰- ۱۹۶۹: په پخواني ختیځ آلمان کې د کریسمیس پوسته چې پر پاکټونو لگول کیدله، په رسمي توگه د ولسي هنر شیان ښکاره کوي، نه هغه یو انځور چې د مسیحي مذهب انگیزه ولري: د بیلگې په توگه د غرنې سیمې «ارتس» د لرگي نانځکې او نور داسي هنري شیان. دې ټولو شیانو نه یوازي په (پخواني) ختیځ بلکي په (پخواني) لویدیځ آلمان کې هم ډير زیات مینه وال لري، نو دا د (پخواني) کمونيستي دولت د بریالو محصولاتو څخه شمیرل کیدل.
په لویدیځ کې اصراف مخ پر زیاتیدو دی
د ۱۹۶۰ لسیزې په پای کې د آلمان د بیارغانوې پروسه کابو اوج ته ورسیده او په آلمانانو کې د هوسایې او شتمنتوب لمن پراخه شوه. کومې تحفې چې د ۱۹۶۰ تر ۱۹۶۹ کلونو پورې د کریسمس تر ونې لاندې د یو دود په توگه ايښوول کیږي، وار په وار گران او قیمتي ارزښت پیدا کوي. په دی لړ کې ډير عصري شیان او پرمختللي الکترونیک اجناس د تحفی په توگه یو بل ته ورکول کیږی.
د کال تر ټولو مهم جشن
د تحفو د ورکولو او د ونو او کورونو د سنگارولو د فرهنگ د لمن له پراخیدو سره په آلمان کې کریسمس د کال تر ټولو مهم جشن گرځیدلی دی. دا په داسی حال کې ده چې د عیسوي مذهب په تیولوژي ( یا دین پیژندنه) کې دغه لمانځنه په لومړي مقام کې ځای نه لري. په دغو ورځو عمومي رخصتي وي.
د ونې ښایښته کول او سینگارول
په داسی حال کې چې پخوا د کریسمس ونې په لاسي صنعت او کار دستیو سره سینگاریدلې، اوس د کارخانو محصولاتو د دسینگاري شیانو ځای نیولی. په دی ډول د مصرفی محصولاتو او د تفریحي وسایلو تولید کونکو د کریسمس د بازارنو ځای نیولی دی څو د مصرف کونکو غوښتنی پوره کړي.
د مصرفي اجناسو سیلاب
۱۹۸۰ - ۱۹۸۹: د مصرف کولو تود بازار په حقیقت کې د اقتصادي ودې نښانې دي. دغه وده په ۱۹۸۰کال کې اوج ته ورسیده او د مصرفي تحفو سیلاب د کریمس د ونو لاندې په بهیدو راغی. د آلمان اقتصاد پوهانو په هغه وخت کې ویل چې د لویدیځ آلمان ټولنه د ۱۹۸۰ لسیزی تر پایه به په بشپړه توگه په یوې مصرف پاله ټولنه بدله شي. خلک یو بل ته هغه تحفی ورکوي چې په ورځنی ژوند کې ورته اړتیا نه لريو بلکه د تفریحي وسایلو بڼه لري.
کریسمس او د آلمان بیا یووالی
د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې چې آلمان د خپل بیا یووالی د کلونو تجربه کوله، د (پخواني) ختیځ آلمان خلکو پر مصرفي فرهنگ محدودیت ته په کتو سره، د زیات مصرف کولو سخت احساس کاوه. د پام وړ خبره خو دا ده چې هغوی د ( پخواني) لویدیځ آلمان په بازارنو کې د عرضه شوو اجناسو په لټه کې ول. دې کار په لویدیح کې د اجناس بازارونه نور هم تاوده کړل، بالقمابل په ختیځ کې تر پخوا نور هم سخت د اقتصادي رکود لمن پراخه شوه.
په ۲۱ پیړۍ کې کریسمس
که څه هم په ۲۰۰۰ میلادي کال کې او دغه راز د دغه کال د کریسمس د لمانځنی په مناسبت چې کوم جشنونه نیول شوي ول، د پخوا په پرتله ډير له شان شوکت سره ولمانځل شوو، خو د هغو کسانو چې د کریسمس له تاریخ څخه خبرتیا درلود، په دغو لمانځونو کې گډون کم رنگه ؤ. په خاصه توگه نوی نسل د تحفو له ورکړې څخه وروسته په دې خوښ ؤ چې یو څو ورحې رخصتي لري او د کار له ستړیا څخه په څپل کور کې استراحت کوي.
د نورو کلتورونو اغیزې
نن سبا د آلمان د محلي کریسمس دودونو او رواجونو د پخوا په پرتله خپل رنگ بایللی دی. د داسی جشن وضعیت وار په وار نړیواله څيره پیدا کوي. د ونو او کورونو د فضا سينگارول او ښایښته کول د هغو دودونو تر اغیزی لاندې راغلې چې د آلمان بهر کلتورونو پورې اړه نیسی، خصوصا امریکا متحده ایالات او یا هم منځني ختیځ.
ریښې ته پام اړول
ديری خلک په دی باور دي چې د کریسمس اصلی ماهیت څخه پام اړول شوی دی. خو بیاهم ځینی کورنې شته چې لږ تر لږه د مسیحی میلاد د اختر (کریسمس) په ماښام د دغه جشن اصلی ریښی ته پام اړوي. هغه دا چې: د سینگار شوي کریسمس د ونې لاندې ماشومانو ته د حضرت بي بي مریم او یوسف او دغه راز د عیسی (ع) د زیږیدو کیسي کوي.