1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د هر سوریایي مهاجر د ارزوني غوښتنه

آژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبه

د آلمان ائتلافي حکومت ځیني چارواکي غواړي چې دغه هیواد ته راتلونکي سوریایي مهاجر باید ګام پر ګام و ارزول شي. دا غوښتنه له هغه وروسته مطرح کیږي چې رسنیو ويلي دي چې داعش په زرونو سوریایي پاسپورت غلا کړي دي.

https://p.dw.com/p/1HQy0
Deutschland Flüchtlinge Polizei Passau
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

د سوریې، عراق او لیبیا په ډېرو ښارونو کې ځيني دولتي ادارې تروريستي ډلي «اسلامي دولت» تر خپل کنترول لاندي راوستلي دي. د «ويلت ام زونټاگ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼي د لوېدیځو استخباراتي کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې «اسلامي دولت» ډلي د سپینو یا خالي پاسپورتونو تر څنگ د دغو اسنادو د چاپ ماشینونه هم لوټ کړي دي.

انسګار هیفیلنګ، د آلمان پارلمان د کورنیو چارو کمېسیون مشر، خبریالانو ته وویل چې اروپا د مهاجرو د ثبت له پاره یو چټک سیستم ته اړتیا لري. چارواکي همداراز باید ژر تر ژره د سوریايي مهاجرو انفرادي ارزونه مطرح کړي.

هیفیلنګ چې د صدراعظمي انګلا میرکل د مسیحي ديموکرات ګوند غړی دی وايي: «که چیري اسناد ډیره مرسته نه کوي نو له پناه غوښتونکي سره د انفرادي خبرو پر مهال کیدای شي تناقضاتو ته مو پام شي».

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته موندلای سئ

د سوسیال ديموکرات ګوند غړي بورکهارد لیشکا، هم وايي چې د هغو کسانو انفرادي ارزونه اړینه ده چې د سوریې له جګړې څخه تښتي. ورځپاڼي هغه رپوټ ته په اشاره سره چې پکښې ویل شوي دي چې داعش په زرونو سوریايي، عراقي او لیبیايي پاسپورت غلا کړي دي وویل: «اروپايي امنیتي سازمانانونه باید اړیکې سره ټینګې کړي او د غلا شوو سوریایي پاسپورتو شمیرې سره شریکې کړي.»

داسې اټکل هم کیږي چې ترهګرو د شناختکاردونو د چاپولو ماشن هم غلا ګړی وي.

د پاسپورت د شمېرو له مخي وړاندي شوی ليست

په پاريس کې د نوامبر میاشتي د ۱۳ نیټې د پيښو دوه تنه عاملین په سوریایې پاسپورت سره د اوکتوبر میاشتي په پیل کې د یونان له لاري اروپایې اتحادیې ته داخل شوي ول.

ویل کیږي چې دغو ترهگرو به له هغو پاسپورتونو څخه کار اخیستی وي چې داعش د سوریې په «رقعه» ښار کې غلا کړي ول. پولیسو په دې وروستیو کې د اتریش په زالسبورگ، کې د کډوالو په یو کمپ کې دوه شکمن کسان نیولي دي. ویل کیږي چې دغه دواړه کسان د سوریې د «رقعه» له پاسپورتونو سره اروپا ته راغلي دي.

د اروپایي اتحادیې د سرحد ساتني سازمان یا فرنټکس هم خبرداری ورکوي چې دا پاسپورتونه کولای شي د دې اتحادیې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.