په آلمان او برتانيه کي د افغانستان د جگړې پر ضد مظاهرې
۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبهپه افغانستان کي د امریکا د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندي د نړیوال ایتلاف د پوځونو د مداخلې د لسمي کالیزي په مناسبت د برتانيې په پلازمېنه لندن کي د جګړې پر ضد یوه ستره مظاهره تر سره سوه.
د دغي مظاهرې په سر کي د ویکيلیکس مؤسس جولیان اسنج او د پاکستان د کريکټ د پخواني اتل عمران خان پخوانۍ مېرمن، جمیمه خان ولاړ ول.
دغه مظاهره د «جګړه ودروی» تر نامه لاندي د یو ایتلاف له خوا جوړه سوې وه او ویل سوي، چي پکښي څه ناڅه 5000 کسانو برخه اخیستې وه.
جمیمه خان، په افغانستان کي د جګړې دوام ددغه هیواد د خلکو، په ځانگړې توگه د افغان ښځو لپاره یو ستر ناورین وګانه.
د ویکيلیکس مؤسس اسنج، چي په برتانيه کي تر سختي قانوني څارني لاندي دی، د افغانستان روانه جګړه يې وغندله او وویل، چي د جګړې برخه وال خپلو خلکو ته «دروغ وايي».
دغه راز تيره ورځ د آلمان په پلازمېنه برلين کي هم د سولي غورځنگ او د حکومت د مخاليف گونډ د پلويانو په گډون تر دې شعار لاندي، چي« بېله شرطه عسکر را وباسئ» تر سره سوه.
لاريون کونکي د برلين په «پودسدم پلتڅ» کي سره راټو او وروسته د لومړې وزارت د دفتر پر لور روان سول.
په دغه لاريون کي چي په سلهاوو خلکو گډون کړی و، د آلمان د لومړۍ وزيري د دفتر مخ ته يې د کاغذ څخه جوړ سوي يو پوځي ټانک ته اور ورته کړ.
په پام کي ده چي د افغانستان څخه د آلماني عسکر د وتلو لومړۍ جوپه د روان کال په پای کي پيل سي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم