1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان پر وړاندې مو حوصله ختمه شوې ده»

۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، کابل ته تر رسیدو وروسته ویلي دي چې امریکا د پاکستان پر وړاندې خپله حوصله له لاسه ورکړې. هغه زیاته کړې ده چې تر هغو چې په پاکستان کې د یاغیانو پټنځایونه وي په افغانستان سوله ستونزمنه ده.

https://p.dw.com/p/159tN
انځور: dapd

دا نو تر اوسه پورې د امریکایي چارواکو له خوا د پاکستان پر وړاندې د تر ټولو سختې لهجې کارول دي. د پاکستان او امریکا اړیکې په وروستیو کې تر بل هر وخت دیرې ترینگلې شوي دي.

پنیتا ویلي دي: «تر هغه وخت پورې چې په پاکستان کې د یاغیانو پټنځایونه موجود وي په افغانستان کې سوله راوستل ستونزمن کار دئ.»

پنیتا زیاته کړې ده: «دا د پاکستان له پاره ډیره مهمه ده چې گامونه پورته کړي. په پاکستان کې د یاغیانو پټنځایونه زموږ له پاره يوه د اندیښنې وړ موضوع ده. موږ د پاکستان پر وړاندې د خپلې حوصلې وروستې حد ته رسیدلي یو.»

پنیتا په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، د پنجشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید. هغه به په دې سفر کې په دې هیواد کې د امنیتي مسئولیتونو د لیږد د بهیر د پرمختگ او نورو موضوعگانو په اړه خبرې اترې وکړي.



په داسې حال کې چې پنیتا په افغانستان کې په منظم ډول تر سره کیدونکي بریدونه له پامه و نه غورځول، هغه وویل چې په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی دئ.

پنیتا زیاته کړه چې غواړي په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو له قوماندان جنرال مایک مولن، سره وویني او له هغه سره د طالبانو او حقاني ډلې د بریدونو په مخنیوي کې د ناټو د وړتیاو په اړه خبرې اترې وکړي. پنیتا هغو خبریالانو ته چې له ده سره ئې یوځای سفر کاوه وویل: «زه فکر کوم چې دا ډیره مهمه ده چې موږ پوه شو چې یاغیان د اوړې په پاتې وخت کې څرنگه بریدونه کوي.»

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا، په داسې حال کې افغانستان ته رسیږي چې د هغه له سفر څخه مخکې د افغانستان په جنوب کې درو ځانمرگو بریدونو څه نا څه ۲۲ کسان ووژل او ۵۰ نور ئې ټپیان کړل.

په همدې حال کې د افغانستان په شرق کې افغان چارواکي ادعا کوي چې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۱۷ ملکیان وژل شوي دي. خو ناټو دغه رپوټ ردوي او وایي چې په دغه هوایي برید کې ملکیان نه دي وژل شوي او یوازې دوې ښځې په سطحي ډول ټپیانې شوې دي.

پنیتا به په دې سفر کې په افغانستان کې د امریکا له سفیر راین کروکر او د افغانستان د دفاع له وزیر جنرال عبدالرحیم وردک، سره هم وویني.

پنیتا تر دې مخکې د هندوستان په سفر بوخت وو. هغه هندوستان ته پخپل سفر کې د دې هیواد له چارواکو څخه وغوښتل چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې لا فعاله ونډه واخلي. هندوستان له افغانستان سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی دئ چې له مخې ئې دغه هیواد د نورو برخو تر څنگ، افغان امنیتي ځواکونه هم روزي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم