پنتاگون: پر الشباب مو يرغل کړی دئ
۱۳۹۳ شهریور ۱۱, سهشنبهامريکايي ځواکونو ته په سوماليا کي يووار سره سرگه ور ښوول سوې ده. خو اوس بيا د دوشنبې په ورځ د امريکا متحدو ايالاتونو د دفاع وزارت وياند جان کربي ويلي دي چي امريکايي ځواکونو پر الشباب ډلي باندي يرغل کړی دئ.
هغه زياته کړې ده چي په دې اړه نور معلومات به «پر خپل وخت» وړاندي سي. هغه دا هم نه وويل چي دغه عمليات څه وخت او چيري ترسره سوي دي.
د سوماليا په جوب «بولومارير» ښار کي چي د الشباب پوخ مرکز بلل کيږي له شنبې ورځي راهيسي د دغه هيواد د حکومتي ځواکونو او افريکايي ټولني ځواک گډ عمليات پيل کړي دي.
د يکشنبې په ورځ الشباب ډلي د سوماليا په مرکز موگاديشو کي د استخباراتو پر مرکزي دفتر باندي يرغل وکړ. په دغه يرغل کي ۱۲ انسانان ووژل سول چي ۷ تنه ئې د الشباب وسله والي ډلي غړي دي.
په دغه ودانۍ کي تر مځکي لاندي زندان هم موجود دئ چي اټکل کيږي د الشاب جنگيالي به پکښي بنديان وي.
الشباب ډله چي له القاعدې تروريستي شبکې سره تړاو لري له کلونو راهيسي د سوماليا په جنوب او مرکزي کي پر پراخو سيمو باندي کنترول لري. خو اوس له موگاديشو او نورو سيمو څخه پرشا کړل سوي او تر فشار لاندي دي. ولي بيا هم يو شمېر سيمي ئې په لاس کي دي.
په سوماليا کي دغه وسله واله ډله هر وخت پر دولتي، د ملگرو ملتونو او اروپايي ټولني پر تاسيساتو باندي يرغلونه کوي.