1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون د محلي پوليسو ملاتړ کوي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

پنتاګون د دوشنبې په ورځ په افغانستان کي د خپلي هغي پالیسۍ ملاتړ وکړ، چي په ترڅ کي ئې په دې هیواد کي محلي پولیس رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/14vdp
انځور: AP

دا په داسي حال کي ده چي په یوه خپاره شوي رپوټ کي راغلي دي چي د متحده ایالاتو دا پروژه نه ده توانیدلې چي تاوتریخوالی له منځه یوسي. په رپوټ کي همداراز راغلي دي چي په محلي پولیسو کي اداري فساد او له دنده څخه ناسمه کار اخیستنه هم موجوده ده.

په افغانستان د امریکايي ځواکونو د پخواني قوماند جنرال دیوید پیتریوس، په گډون ډیر شمیر لوړ پوړو امریکایي پوځي قوماندانانو د افغان محلي پولیسو د جوړښت د پالیسۍ ستاینه کړې ده او ویلي ئې دي، چي دغو ځواکونو د طالبانو په ځپلو کي ډیره ونډه درلوده.

خو چارواکي وايي چي د رند کورپریشن «Rand Corporation» له خوا په یوه جوړ شوي رپوټ کي د محلي پولیسو په اړه ډیر خوشبینانه نظر نه دئ ورکړل شوی.

دا رپوټ لا تر اوسه پوري خپور شوی نه دئ. خو لاس انجلس ټایمز «Los Angles Times» ورځپاڼي د لومړي ځل له پاره د دې رپوټ یو څه محتویات بربنډ کړي دي. دا رپوټ د یو شمیر مخفي پوځي اسناد پر بنسټ جوړ شوی دئ.

په رپوټ کي د یو شمیر امریکايي سرتیرو په حواله راغلي دي، چي محلي پولیسو په افغانستان کي په تاوتریخوالي کي ونډه لرله او کله نا کله ئې له ملکي کسانو سره بد چلند کړی دئ.

دغو امریکایي سرتیر چي د محلي پولیسو د روزني دنده ئې پر غاړه درلودله همداراز ویلي دي چي افغان پولیس د مخدره توکو په قاچاق، اداري فساد او جنسي تیریو په قضیو کي ښکیل دي.

په خپاره شوی رپوټ کي همداراز راغلي دي چي په افغانستان کي د محلي پولیسو شتون د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شوی نه دئ، بلکي د رپوټ په حواله کله چي امریکایي ځواکونو یو سیمه له طالبانو پاکه کړې او هغه ئې محلي پولیسو ته سپارلې ده نو په دې سیمه کي د امریکا تر وتلو وروسته د پخوا په پرته امنیت لا خراب شوی دئ.

د پنتاگون ویاند جمیز لیتل، ویلي دي چي د افغان محلي پولیسو پروگرام یو بریالۍ بهیر دئ. هغه زیاته کړې ده چي په ټوله ییزه توگه افغان امنیتي ځواکونو د پام وړ پر مختگ کړی دئ:

«موږ د محلي پولیسو پروگرام ته ژمن یو. موږ پوهیږو چي له ستونزو سره به مخامخ شو. خو د محلي پولیسو کارونه په سمه توگه روان دئ. د هغوی وړتیاوي د ودي په حال کي دي او موږ به د هغوی ملاتړ کوو.»

په افغانستان کي محلي پولیس په لیري پرتو سیمو کي د پولیسو له پوستو څخه ساتنه کوي، له ياغیانو سره جگړه کوي او افغان ملي امنیتي ځواکونو ته استخباراتي معلومات راټولوي.

په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال دیوید پتریوس، د محلي پولیسو کلک ملاتړ کاوه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل