1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون ته د استول شوي لیک پر سر جنجال روان دی

۱۳۹۰ آذر ۲۵, جمعه

د پاکستان لوی درستیز، جنرال اشفاق کیاني، ویلي چې هغه غیر رسمي یادښت چې په کې د پاکستان ملکي حکومت د متحده ایالاتو څخه د پوځ په وړاندې د ملاتړ غوښتنه کړي وه، د پاکستان د امینت د زیانمنولو یوه هڅه وه.

https://p.dw.com/p/13UKV
څو اونۍ مخکې د پاکستان سفیر د امریکا له حکومت څخه د پوځ په وړاندې د مرستې غوښتنه کړې وه
څو اونۍ مخکې د پاکستان سفیر د امریکا له حکومت څخه د پوځ په وړاندې د مرستې غوښتنه کړې وهانځور: Abdul Sabooh

د دغه غیر رسمي یادښت تر بربنډیدو وروسته په امریکا کې د پاکستان سفیر استعفا ته اړ شو. اوس آن داسې ګنګوسي راپورته شوي چې د دغه لیک له کبله به د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، هم استعفا وکړي.

اوس د دغې موضوع په اړه د پاکستان ستره محکمه یوه عریضه تر لاسه کړي انو هغه څیړي. ټاکل شوې وو چې د پاکستان ولسمشر، اصف علي زرداري، د دغې موضوع په اړه په روانې اونۍ کې سترې محکمي ته خپل بیان استولی وای خو هغه اوس د روغتیایي ستونزو له کبله په دوبۍ کې وخت تیروي.

د پاکستان سترې محکمي د موضوع په اړه د دغه هیواد د لوی درستیز، جنرال اشفاق کیاني، رسمي بیانیه هم غوښتي وه، چې دغه پاکستاني جنرال اوس محکمي ته خپل بیانیه استولي ده. هغه په بیانیه کې ویلي چې متحده ایالاتو ته ورکړل شوي غیر رسمي یادښت د پاکستان د زیانمولو لپاره یوه هڅه وه.

وروسته له هغې چې په واشنګتن کې د پاکستان د سفیر له لورې متحده ایالاتو ته د یادښت د سپارلو موضوع راپورته شوه، د پاکستان د دولت اپوزیسیون سترې محکمي ته په دې اړه یوه عریضه ورکړه او له دغه سازمان څخه یې وغوښتل چې دا قضیه وڅیړي.

په دې قضیه کې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر، حسین حقاني، خپله ښکیلتیا رد کړې او خپله استعفا یې وړاندې کړې. پاکستاني ځایي ورځپاڼو د کیاني له خولې لیکې چې دغه غیر رسمي لیک د پاکستان په ملي امنیت تأثیر لري او دا د پاکستان د پوځ د مورال د راټیټولو یوه ناکامه هڅه وه.

د فایننشل ټایمز څخه منصور اعجاز د روان کال د اکتوبر په لسمه نیټه ویلي وو چې یو لوړپوړي پاکستاني دیپلومات له ده څخه غوښتي وو چې پینټاګون ته د یو غیر رسمي لیک یوسي. په دغه لیک کې د پینټاګون څخه په پاکستان کې د جمهوري حکومت په وړاندې د پوځ له لوري د کودتا د مخ نیوي په برخه کې د مرستې غوښتنه شوي وه.

د منصور اعجاز په وینا په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د پاکستان له دولت سره دا ویره پیدا شوی وه چې ګواکې پوځ به یې په وړاندې کودتا وکړي.

تر اوسه لا داسې شواهد نه دې موندل شوي چې د پاکستان پوځ په هغه وخت کې کومې کودتا ته تیاری نیوه.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش