پمپئو د ايران له خوا د يوې نړيوالې څيړونکې توقیفول وغندل
۱۳۹۸ آبان ۱۸, شنبهد امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو، پر ايران نيوکه وکړه چې د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د يوې څيړونکې د فعاليت مخنيوی يې کړی. هغه دغه راز ويلي دي چې ايران دغه څيړونکی «توقيف» کړې ده.
د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې د څرګندونو له مخې، ايراني چارواکي په موقتي توګه له ايران څخه د دغې ادارې د څيړونکې پيلاوي د يوه ښځينه غړې د وتلو مخنیوي کړی دی.
په دغې اداره کې د ايران استازي کاظم غريب آبادي د پمپئو د دغو څرګندو په غبرګون کې ويلي دي چې د «دغې ادارې څيړونکې توقيف شوې نه ده» بلکې ايران يوازې د هغې اقامه لغوه کړې ده. غريب آبادي ويلي دي چې ايران دغه اقدام په دې دليل کړی چې په نطنز کې امنيتي دستګاه و د اتومي انرژۍ د نړيوالې ادارې له دغې څيړونکې سره د «خطرناکو موادو» له شتون څخه خبرداری ورکړی وو. هغه زياته کړې چې په آزمايښتونو کې د «نيترات» ډوله چاوديدونکو موادو نښې ليدل شوي چې له همدې امله ايراني چارواکو د ايران اتومي مرکز ته د دغې څيړونکې د ننوتلو مخنيوی کړی دي.
دغه ايراني چارواکي همدار راز ويلي دي چې حتی د دغې ښځې د دستکول آزمايښ هم وشو چې په هغې کې هم خبرداری ورکړل شوی. زياته شوي چې د آزمايښت پر وخت د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې استازو هم شتون درلود.
د اتومي انرژۍ نړيوالې ادارې تر اوسه د ايران د دغه اقدام پر وړاندې په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير په دې اړه زياته کړې چې امريکا له اتومۍ انرژۍ له نړيوالې ادارې سره د ايران د نه همکارۍ له امله انديښمنه ده. واشنګتن د دغې ادارې له اقداماتو څخه ملاتړ کوي. پمپئو ويلي دي چې د اتومۍ انرژۍ نړيوالې ادارې څيړونکي بايد پرته له هر ډول مزاحمتونو خپل کار ته ادامه ورکړي تر څو د ايران اتومي پروګرام په اړه په شفافه توګه رپوټ چمتو کړي. هغه له ايران څخه هم غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې له يادې ادارې سره خپل مسائيل حل و فصل کړي او د نړيوالو څيړونکو د مصئونيت لازم حقوق دې رعایت کړي.