پلټنه: د ماشومانو د زيږيدو ترمنځ واټن يې د مړيني کچه کموي
۱۳۹۸ تیر ۱۳, پنجشنبهپه دغه پلټنه کي له ماکس پلانک انستيتوت څخه آلماني کارپوه، کيرون بارکلاي او دوو نورو سويدني پلټونکو له ۷۷ هيوادونو څخه راټول سوي ارقام ارزولي دي.
د هغوی په خبره د دوو کوچنيانو د زيږيدو ترمنځ درې کاله فاصله په ډير احتمال سره ددې باعث کيږي چي يو کوچنی دي د خپل ژوند په لومړي کال کي له منځه ولاړ سي.
د بارکلاي په خبره دغه اټکل، د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا ورکول سوې مودې سره چي له درو څخه تر پنځو کالو پوري يي ويلي، يو څه په ټکر کي راځي او زياتوي: «زموږ د پلټنو پر اساس درې کاله کاملاً کفايت کوي چي په ماشومتوب کي د مړيني مخنيوي وسي.»
د پلټني له مخي، دا کار به تر ټولو د مخه په بې وزله هيوادونو کي چي د دا ډول مړيني کچه ډيره لوړه ده، خپله اغيزه ښکاره کړي. په ځينو دغو هيوادونو کي لس سلنه کوچنيان لا يو کلنۍ ته نه رسيږي. هلته به د زيږيدو ترمنځ حد اقل ۲۴ مياشتي فاصله، د هغوی مړينه نيمايي ته راکښته کړي. خو په شتمنو هيوادونو کي بيا لنډه فاصله هم د کوچني پر ژوندي پاتيدو باندي کومه اغيزه نه کوي.
په نړيواله سطحه څه د پاسه ۳۰ سلنه کوچنيان له خپلو نورو خويندو او وروڼو سره تر دوو کالو کمه فاصله لري.
په دغه رپوټ کي ميندو ته هم سپارښتنه سوې ده چي خپل کوچنيانو ته تر ډيره وخته د مور شيدي ورکي. د بارکلاي په خبره که يوه مور تر شپږو مياشتو خپلو ماشومانو ته شيدې ورکي نو ددې خطر هم کميږي چي هغه دي بيا هم حمل واخلي.
نوموړې تحقيقاتي پروژه په امريکا متحده ايالاتو کي د نړيوال پرمختگ د آژانس له خوا تمويل او د ملگرو ملتو له خوا يي مالي ملاتړ کيږي.
کارپوهانو په خپلو څيړنو کي شاوخوا يو اشاريه ۱۵ ميليونه ښځي چي ۴ اشاريه ۵۶ ميليونه کوچنيان يي زيږولي، تر ارزوني لاندي نيولي. له دغو ۴ اشاريه ۵۶ ميليونه کوچنيانو څخه شاوخوا ۳۷۰ زرو يي چي يو کلنۍ ته لا نه ول رسيدلي، خپل ژوند له لاسه ورکړی.
epd