پغمان: چاودنې اته تنه وژلي دي
۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سهشنبهاعلان
افغان پولیسو خبر ورکړی دئ چې په پغمان ولسوالۍ کې په ریموت د کنترولیدونکي بم په یوه چاودنه کې اته تنه ملکي کسان وژل شوي دي. د کابل د پولیسو قوماندان جنرال ایوب سالنګي، ويلي دي چې یوه وړوکی سرویس موټر د لیرې څخه کنترولیدونکې یوه ماین قرباني شوی دئ. دا پېښه نن په سیمه ییز وخت شاوخوا اووه بجې رامنځ ته شوې ده. په دغ پېښه کې اته کسان وژل شوي او پنځه نور تنه ټپیان شوي هم دي. دا ماین تر یوه پله لاندې ځای پر ځای شوی وو.