پر کرزي د بن په کنفرانس کي د طالبانو د نه ګډون له کبله نیوکي شوي
۱۳۹۰ آذر ۱۴, دوشنبهورځپاني د استخباراتي معلوماتو له مخي لیکلي دي، چي حامد کرزي فکر کوی چي د طالبانو سره د افغان دولت خبري اتري د واشنگټن په کټه دي نه د افغانستان د حکومت په ګټه.
د بیلد د ورځپاڼي لخوا په ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو کې آن د بن پر لومړي کنفرانس هم نیوکي شوي دي. په دغو معلوماتو کي راغلي چې د بن په لومړي کنفرانس کې یو جانبه عدالت پلې شوی وو.
اوس چې د بن د لومړي کنفرانس څخه لس کاله تیريږي، دغه ښار یو وار بیا د افغانستان په هکله د یو نړیوال کنفرانس کوربه دئ.
افغان چارواکي وایي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په وړاندې د نړیوالې ټولني د تعهد تر لاسه کول د دغه کنفرانس د بحث اصلي موضوع ده. د دې تر څنګ د امنیت د لیږد بهیر او طالبانو سره د سولي خبري اتري هغه موضوعګاني دي، چې د بن په کنفرانس کې به نن خبري ورباندي کیږي.
د بن په کنفرانس کې د طالبانو د استازو او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیري نه ګډون د سولي په برخه کې د دغه کنفرانس څخه د لاس ته راوړنو هیلې له منځه وړي دي.
پاکستان د بن کنفرانس وروسته تر هغې بایکاټ کړ، چي تیره اونۍ د ناټو په یوه برید کي د دغه هیواد ۲۴ سرتیري ووژل شول. پاکستان تر دې پیښې وروسته د اعتراض په توګه د ناټو پر قطارونو خپله پوله وتړله، د بن کنفرانس یې بایکاټ کړ او له امریکا څخه یې په دغه هیواد کې د شمسي هوایي اډي د خالي کولو غوښتنه وکړه.
تر دې وړاندي داسي آوازې وي چي طالبان به د بن په کنفرانس کي د افغان حکومت تر څنګ ګډون وکړي. ویل کیدل چي دغه کار د امریکا متحده ایالاتو په وساطت تر سره کیده.
خو ولسمشر کرزي بیا تل پر دې ټینګار کړی دئ، چې که طالبان غواړي د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي نو باید د افغان حکومت په پلاوي کې دي شامل وي. هغه د یوه مستقل پلاوي په توګه د بن په کنفرانس کې د طالبانو د ګډون مخالف وو.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل