پر مشرف باندي د قتل نوي تورونه ولگول سول
۱۳۹۲ شهریور ۱۱, دوشنبهدا پر مشرف باندې په لگیدلو تورونو کې تر تولو تازه تور دی. تر دې مخکې د پاکستان پر دغه پخواني ولسمشر باندې د بېنظیر بهټو په وژنه کې د لاس لرلو تورونه هم لگول شوي ول.
مشرف په پاکستان کې له ۱۹۹۹ کاله تر ۲۰۰۸ کاله پورې حکومت وکړ. خو کله چې هغه له واکه گوښه کړای شو نو په دوبۍ او انگلستان کې په تبعید کې ژوند کولو ته اړ شو. هغه د پاکستان په وروستیو ټاکنو کې د گډون له پاره بیرته خپل هیواد ته ستون شو، خو ښايي دا د هغه له پاره یو ښه پریکړه نه وه. ځکه پاکستان ته تر رسیدو وروسته نه یوازې دا چې هغه ته د نوماندۍ اجازه ور نه کړل شوه، بلکې ورباندي بیلابیل تورونه ولگول شو چې له کبله یې اوس هغه په نظر بند کې ژوند تیروي.
د ۲۰۰۷ کال د جولای میاشتې پر لسمه نیټه پاکستاني ځواکونو د اسلام آباد په زړه کې پر «لال» مسجد باندې برید وکړ. په دغه برید کې د افراطي دیني عالم عبدالرشید غازي، په گډون لس کسان ووژل شول. د غازي ورور عبدالزیز هغه وخت هڅه کړې وه چې په چادري کي له مسجد څخه وتښتي خو امنیتي ځواکونو و نيا وه. تر دغه برید وروسته په پاکستان کې طالبان لا پیاوړي شول او پر پاکستاني چارواکو یې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.
د غازي یوه وکیل طارق اسد، ویلي دي: «ستري محکمې د اسلام آباد پولیسو ته حکم کړی دی چې د مشرف پر ضد د قتل تورونه درج کړي. دغه تورونه د رشید غازي د زوی د عریضي له مخې پر مشرف باندې لگول شوي دي.»
پولیسو هم پر مشرف باندې د قتل تورونه منلي دي. يوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي قسیم نیازي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ پر مشرف باندې د [جزایي قانون] ۳۰۲/۱۱۹مادې له مخې تورونه لگولي دي چې قتل تور دی.»
تر دې دمخه د ترهگري پر ضد یوې محکمې مشرف د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيري بې نظیر بهټو، د قتل په دوسیه کې گرم وباله. بهټو د ۲۰۰۷ کال په دسمبر میاشت کې د یوه ناپيژندل شوي کس له خوا وویشتل شوه. دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ یو مشر په قتل تورن شوی دی. د پاکستان پوځ په دې هیواد کې تر ټولو پیاوړی سازمان بلل کیږي.
پر مشرف باندې د قتل ترڅنگ له اساسي قانون څخه د سرغړونې او همدازار د خیانت تورونه لگول شوي دي. د پاکستان د قانون له مخې د خیانت جرم ته د قتل سزا ورکول کیدای شي. مشرف د اپریل له میاشتې راهیسې په خپل کور کې نظر بند دی.