1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزې تراډه باندي اسرائیلي ځواک بمبار کړی دی

۱۳۹۱ آبان ۲۶, جمعه
https://p.dw.com/p/16kIS

اسرائیلي الوتکو یو ځل بیا د غزې پر تراړه بمباري کړې ده. د الجزیرې او سي این این تلویزونو شبکو د جمعې په سهار وختي داسې انځورونه خپاره کړي چې پکښې د غزې له ښار څخه لوگي پورته کیږي. دغه دواړو تلویزونو شبکوې په بمباریو کې د زیاتوالي رپوټونه ورکړي دي.

د اسرائیلي پوځونو په وینا د دغه بمباریو هدف د ځمکې لاندې د هغو مورچو له منځه وړل دي چیرې چې توغندي پټ کړای شوي دي. تیره شپه فلسطیني یاغیانو ډلو یو ځل بیا پر اسرائیلو راکټونه توغولي دي. د اسرائیلي رسنیو د وینا پر اساس دغه بریدونو کومه مرگ ژوبله نه ده رامنځ ته کړې. د فلسطیني یاغیانو د وینا پر اساس په تیرو دوو ورځو کې تر ۴۲۰ زیات توغندي په اسرائیلو کې لگیدلي دي. که څه هم د غزې په تراړه کې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي، خو د اسرائیلو پوځ او د بهرنیو چارو وزرات دغه رپوټونه رد کړي دي.