1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر زده کوونکو بریدونه ډیر شوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعه

په یوې تازه پېښه کې ناپیژاندل شوو کسانو په تخار کې د نجونو پر یوه ښونځي د زهر جنو ګازونو برید کړی دئ او ۱۳۰ زدکونکې ئې مثمومې کړې دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/152Dc

د پوهنې وزارت وایي چې دوی د دغو بریدونو د مخ نیوي له پاره ټول لازم اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي او هغو کسانو ته به سخته سزا ورکړي چې په دغه عمل لاس پورې کوي. تر اوسه پورې په دقیقه توګه کومې ډلې د نجونو زدکونکو د مسمومولو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د پوهنې وزارت معین اصف ننګ، هم وایي چې دوی تر اوسه پورې نه پوهیږي چې دا بریدونه د چا له لوري تر سره کیږي او څوک غواړي چې افغان بچي له زده کړو محروم شي. خو هغه په دغو بریدونو کې نه د ګلبیدین حکمتیار د اسلامي ګوند او نه هم د طالبانو لاس درلودل رد کړل.

ننګ وویل چې له ملي امنیت، پولیسو او نورو اړوندو ادراو سره په ګډه کار کوي چې د نجونو زده کونکو پر ښونځیو د دغه ډول بریدونه مخه ونیسي:

«هر څوک چې د دغو بریدونو تر شاه دي د افغانستان دښمنان دي. هغه د معارف دښمنان دي. کیدای شي چې طالبان وي او یا هم اسلامي حزب. هر څوک چې دا کار کوي موږ ورته وایو چې له خدایه وویریږي او زموږ له ماشومانو څخه دې د هغوی حق نه اخلي.»

په افغانستان کې د نجونو د مسمومولو سلسله له ۲۰۰۹ کال راهیسي روانه ده. د دغه ډول لومړۍ پېښې په کندهار او وروسته بیا په کابل کې رامنځ ته شوې.

هغه وخت ناپیژاندل شوو کسانو په کندهار کې د نجونو پر مخونو تیزاب پاشولي ول او په کابل کې ئې بیا د یوه ښونځي په لسګونو زده کونکې په زهرجن او اوښکي بهونکي ګاز مسمومې کړې وې.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې څوک دغه بریدونه تر سره کوي. د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل تیره اونۍ په کابل کې د دویچه ویله د دې پوښتنې چې «دا بریدونه د چا کار کیدای شي» په ځواب کې وویل چې د دوی اطلاعات ښيي چې دغه ډول بریدونه د افغانستان د پولو هغي غاړي ته د پاکستان په خاوره کې طرح شوي دي.

د مشعل د معلوماتو پر اساس د حقاني ډلي د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته د دغه ډول بریدونو د تر سره کولو له پاره هڅې پیل کړي دي:

«زموږ معلومات ښيي چې د ثور په اتمه په کویټه کې د قیوم ذاکر په مشرۍ یوه غونډه جوړه شوې وه چې پکښې د حقاني او د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس وو. په دې غونډه کې دستور ورکړل شو چې موږ وسله وال مقاومت نه شو کولای نو باید په افغاسنتان کې ښوونځي وتړئ، اور ورته واچوئ او تر څنګ ئې د معارفو پر کارکونکو باندې بریدونه وکړئ.»

د سږني تعلیمي کال د راپیلېدو راهیسې په څلورو پېښو کې افغان زده کوونکې مسمومې شوې دي. د مې د میاشتې په اتلسمه نیټه په خوست ولایت کې د یوه ښوونځیي تر څلور سوو زیات زده کوونکي مسموم کړای شول.

د دغو پېښو پړه لا تر اوسه پورې هیڅ ډلې هم پر غاړه نه ده اخیستې. طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی وو او د هلکانو له ښوونځیو څخه ئې هم مدرسې جوړې کړې وې.

اوس هم طالبانو د افغانستان د جنوب په هغو سیمو کې چې دوی پکښې زیات فعال دي د نجونو یو شمیر ښوونځي بند کړي دي او د هلکانو پر کم شمېر فعالو ښوونځیو ئې هم سخت مقررات وضع کړي دي.

د پوهني وزارت شمیرې ښيي چې اوس مهال د افغانستان په سویلي او سویل ختیځو ولایتونو کې شاوخوا ۵۰۰ ښونځي د زده کونکو پر مخ تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سره له دې ټولو ناخوالو سږ کال په افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه زده کونکي ښونځیو ته ځي چې څلور میلیونه ئې نجونې دي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش