1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر روسيې نوي ممکنه بنديزونه بايد د اوکراين له ټاکنو سره مشروط وي»

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

په اوکراين کي د می مياشتي پر ۲۵نېټه د ولسمشرۍ ټاکني پلان سوي دي. خو د دغه هيواد په ختيځ کي رواني لانجې په آلمان کي د يادو ټاکنو د څرنګوالي په هکله اندېښني رامنځ ته کړي دي.

https://p.dw.com/p/1C1vr
انځور: Vasily Maximov/AFP/Getty Images

د اوکراين د ټاکنو مرکزي کمېسيون د خطر زنګ ږغولی دی. دغه کمېسيون وايي چي که جدي اقدامات نه وسي نو دا به امکان نه ولري چي په ختيځو سيمو لوگانسک او دنيڅک کي په سمه توګه ټاکني تر سره سي. دغه سيمي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو په کنترول کي دي.

کمېسيون زياته کړې ده چي په يادو سيمو کي د می مياشتي د ۲۵نېټي له پاره د پلان سوو ټاکنو چمتو والی له ډيرو خنډونو سره مخامخ دی. په عيني حال کي مسکو ويلي دي چي د «توپونو په درزي» کي به ټاکني مشروعيت نه ولري.

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند مشر او د لومړۍ وزيري مرستيال زيګمار ګابريل، د اوکراين په ختيځ کي د نااراميو د يوې برخي مسئوليت پر روسيې ور اچولی دی. ګابريل په اوکراين کي د ولسمشرۍ ټاکنو د ناکامۍ په صورت کي د اقتصادي بنديزونو ګواښ کړی دی. هغه المانۍ ورځپاڼي «بِلډ ام زونټاګ» ته ويلي دي چي که په اوکراين کي ټاکني ناکامه سي نو به موضوع «يوه خطرناکه بڼه» غوره کي.

ټاکني او بنديزونه

ګابريل زياته کړې ده: « روپا په ټاکنو کي د بهرنيو لاس وهنو په صورت کي لاس تر زني کښېنستلای نه سي. د لاسوهني په صورت کي موږ بايد پر نورو بنديزونو بحث وکو.» دغه آلماني سياستوال پر مسکو ږغ کړی دی چي په اوکراين کي د ټاکنو د په داسي توګه کاميابه کېدو په ترځ کي همکاري وکړي، چي پايلي ټولو خواوو ته د منلو وي.

د آلمان پارلمان د بهرنيو چارو کمېټې رئيس روبرټ ريوټګن، هم پر دې ټينګار کړی دی چي پر روسيې نوي بنديزونه بايد په اوکراين کي د ټاکنو له څرنګوالي سره تړلي وي. هغه زياته کړې ده: «د نوو اقتصادي بندیزونو ګواښ بايد موږ او روسيې ته دا لا روښانه کي چي په اوکراين کي د ديموکراتيکو ټاکنو تر سره کېدل د سياسي ټيکاو او مشروعيت له پاره څومره مهم کار دی.»

د اوکراين لانجې په تړاو د آلمان او روسيې تر منځ په راتلونکي کي د اړيکو د ترينګلتيا امکانات سته. د آلمان د لومړۍ وزيري دفتر، د يادي موضوع او په پيترسبورګ کي د پلان سوي اقتصادي سرمشريزي په تناظر کي د آلمان د لويو شرکتونو منيجران د سلا مشورو له پاره ورغوښتي ول. خو د بلډ ام زونټاګ ورځپاڼي د راپور په حواله ټول وربلل سوي منيجران د لومړۍ وزير دفتر ته نه ول ورغلي.

«که بيخي حتمي وي»

د آلمان د لويو شرکتونو له خوا د دغه هيواد حکومت ته داسي اشاره ورکړل سوې ده چي د حکومت له خوا پر روسيې د اقتصادي بنديزونو په صورت کي به هغه بنديزونه ومني. د دويچه بانک رئيس يورګن فيټشن، بلډ ام زونټاګ ورځپاڼي ته ويلي دي چي که حکومت «د اقتصادي بنديزونه پرېکړه وکړي، نو موږ به يې طبعاً ملاتړ وکو.»

په آلمان کي د صنعتي شرکتونو د اتحاديې مشر اولريش ګريلو هم ويلي دي چي که د آلمان حکومت دې نتيجې ته ورسيږي چي «بنديزونه بيخي حتمي دي» نو آلماني صنعتي شرکتونه به د دغو بنديزونو په ترځ کي همکاري وکړي.

فيټشن او په همدې راز ګريلو ويلي دي چي آلمان بايد په سياسي او اقتصادي کچه له روسيې سره په خبرو اترو کي دخيل پاته سي.