پر ایډز اخته کسان به اوس په آسانه درمل په لاس راوړي
۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبهاعلان
ویل کیږي چې په پرمختیایي او د پرمختیا په درشل کې ولاړو هیوادونو کې په ایډز باندې اخته کسان تر پخوا زیات مهمو دواوو ته لاس رسی لري. څه د پاسه اته میلیونه انسانان چی په دغه ناروغۍ د اخته کسانو نیمایي برخه جوړوي، په خپلو سیمو کې به تر درملني لاندې نیول کیږي.
دغه خبره د ملګرو ملتونو له خوا د ایډز په اړه د پروګرام د ادارې په یوه تازه ورکړل سوي رپوټ کې راغلې ده. د یوه کال په موده کی درملو ته لاس رسی شل سلنه ډېر سوی دئ. په خاص ډول د سوب سحارا په سیمه کې، چیرې چې د ۲۰۰۵ کال راهیسي د ایډز له امله د وژل سوو کسانو شمېر څه د پاسه ۳۰ فیصده راکم سوی دئ.