پر ايراني حجيانو د جنسي تيري په تور دوه تنه عربان محکوم سول
۱۳۹۴ خرداد ۲۱, پنجشنبه
د جدې د هوايي ډگر دوو تنو کارکوونکو چي په روان کال کي ئې د ارزونو پر مهال پر دوو تنو ايرانيانو باندي چي عمرې ته تللي ول د جنسي تيري قصد لاره، د چهارشنبې په ورځ د دغه ښار د يوې محکمې له خوا په څلور کاله بند او زرو دورو وهلو محکوم سول.
فرانسې خبري آژانس د «سبق» ويبسايت په حواله ليکلي دي چي پر دوو تنو ايراني ځوانانو باندي چي يو ئې ۱۴کلن او بل ۱۵ کلن دی، د جنسي تيري تعرض هغه مهال سوی دئ چي دوی تر عمرې حج وروسته بيرته خپل هيواد ته ستنېدل.
تر دغي پيښي وروسته په تهران کي ډېرو ايرانيانو د سعودي عربستان سفارت مخ ته احتجاج وکړ او د ايران دولت هم په غبرگون کي عمرې ته ټول سفرونه وځنډول.
ايران ويلي ول چي عمرې ته د ايرانانو سفر به تر هغه مهاله پوري ځنډول سوی وي، څو دغو عربي مامورينو ته سزا نه وي ورکړل سوې.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د کنسولي چارو مرستيال حسن قشقاوي تر دې دمخه ويلي ول چي د جدې څارنوالۍ د دغه ښار د هوايي ډگر دوو کارکوونکو ته «د پوليسو په توگه دندې ته د خيانت» په خاطر د اعدام سزا غوښتې وه. ايراني چارواکو تر اوسه پوري د صادر سوي حکم په اړه غبرگون ښوولی نه دئ.
د سعودي چارواکو تر دې دمخه ژمنه کړې وه چي د دغه هيواد قضايي سيستم به دغو دوو کسانو ته «اشد مجازات» په پام کي ونيسي، «ځکه دوی داسي جرم کړی دئ چي د ټولو مسلمانانو له نظره محکوم دئ.»
هر کال نزدې پنځه لکه ايرانيان د عمرې حج له پاره عربستان ته سفرونه کوي.