«پر ارگ باندي ټول يرغل کوونکي ووژل سول»
۱۳۹۲ تیر ۴, سهشنبهد کابل د پوليس يوه وياند تر يرغل تقريباً يو ساعت وروسته وويل، چي د سه شنبې په سهار (۲۰۱۳ کال د جون ۲۵) په شش درک کي د افغانستان د جمهوري رياست د ننوتلو پر دروازې باندي چي د دغه هيواد د دفاع وزارت ته نژدې ده يرغل وسو.
د پوليسو په حواله «يرغل کوونکو چي کيدای سي له درو څخه تر څلور تنو پوري ول، په سیمه کي لومړی يو موټر بم وچاود چي پر ټوله سيمه باندي ئې دود پريوت». دوی وايي چي يرغل کوونکي ئې ټول وژلي دي.
بله خوا بيا د کابل امنيه قوماندان جنرال ايوب سالنگي د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي، ټول يرغل کوونکي چي شمېر ئې پنځه تنه دئ له دوو تنو امنيتي ساتونکو سره وژل سوي دي.
دا لا تر اوسه پوري نه ده معلومه چي د يرغل پرمهال افغان ولسمشر حامد کرزی په ارگ کي وو که نه. په پلان کي وه چي ولسمشر کرزی به نن سهار په ارگ کي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي خبري وکړي.
د پيښي پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد، په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي، چي د يرغل اصلي هدف د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو استخباراتو (CIA) دفتر او دغه راز د جمهوري رياست ماڼۍ او د افغانستان د دفاع وزارت وو.
د افغانستان د جمهوري رياست پر ماڼۍ باندي په داسي حال کي يرغل کيږي، چي د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړی استازي جيمز دوبين، له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو له ولسمشر کرزي سره خبري کوي.
دوبينز د دوشنبې په ورځ ماښام کابل ته ورسيد او په پلان کي وه چي په همدغه ورځ ناوخته به له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د قطر د خبرو اترو په اړه خبري وکړي.
هغه په همدې ورځ په کابل کي له خبريالانو سره په خبرو کي وويل، چي واشنگټن اوس هم په دې تلاښ کي دئ، دا معلومه کړي چي آيا طالبان دې ته تيار دي چي د افغانستان ۱۲ کلني جگړې ته د پای ټکی کښېږدي.
ويل کيږي، چي دوبينز به دغه راز له ولسمشر کرزي سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنيتي تړون په اړه هم خبري وکړي. د دغه تړون له مخي د امریکا متحده ايالات غواړي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي خپل يو شمېر سرتيري وساتي.
په کندهار کي د يوې کورنۍ ۹ غړي وژل سوي دي
په يوه بله پيښه کي، اته تنې ښځي او يو کوچنی چي غوښتل ئې د خوشحالی په يوه محفل کي گډون وکړي د سړک د غاړي په يوه ماين چاودنه کي قرباني سوي دي. د کندهار د پوليسو وياند غورځنگ افريدي ويلي دي چي په پيښه کي د موټر چلونکی او دوه تنه نور نارينه ټپيان سوي هم دي.
هغه وويل دا ټول د يوې کورنۍ غړي ول «دغي کورنۍ غوښتل چي خپل زوی ته د کوزدې کولو له پاره د يوې نجلۍ کورته ولاړ سي.»