پریانکا چوپړا تر ټولو ډيري پيسې گټي؟
د بالي ووډ فلمي ستورې پریانکا چوپړا، د نړۍ په لسو نفوذ لرونکو تلويزيوني هنرمندانو نوملړ کې شامله شوه. اوس هغه د نړۍ د هغو لسو تلویزوني سیریالونو د هنرمندانو په فهرست کې راغلې ده چې تر ټولو زیاتې پیسي گټي.
پر تلویزون د ښه معیار مواد
ویل کیږي چې تلویزون له خپل زرین پېر څخه تیریږي. که کېبل چینلونه وي یا په آنلاین بڼه د لیدو له پاره ښه تلویزوني مواد موندل کیږي. له همدې کبله د تلویزون پر پرده کار کوونکي لوبغاړې زیاتې پیسې اخلي.
صوفیا ویرگارا، لومړی مقام لري
صوفیا ویرگارا له کاله د ۴۳ میلیونه یورو په گټلو سره په لومړي سر کې ځای لري. دا په پر له پسې توگه پنځم کال دی چې هغه په دغه نوملړ کې لومړی مقام لري. هغه د «ماډرن فیملي» یا عصري کورنۍ تلویزوني سیریال ستورې بلل کیږي.
’بگ بینگ‘ دوهم ځای خپل کړی
له کاله د ۲۴،۵ میلیونه ډالرو په گټلو سره کیلی کوکو، په دغه نوملړ کې دوهم ځای نیولی دی. په بگ بېنگ، نومې مشهور تلویزوني سیریال کې هغه د «پيني» نقش لوبوي او د دغه سیریال د یوې برخي له پاره یو میلیون ډالره تر لاسه کوي.
مېندي کیلنگ
میندي کیلنگ هر کال ۱۵ میلیونه ډالر گټي او په دې ترتیب په دریم ځای کې قرار لري.
ستانا کاتیک، اووم ځای خپل کړی
هر کال د ۱۴.۵ میلیونه ډالرو په گټلو سره په دغه نوملړ کې ایلن پومپیو او ماریسکا هرگیټی، په ترتیب څلورم او پنځم مقام خپل کړی دی. شپږم ځای بیا کیري واشنگټن او اوو مقام بیا ستانا کاتیک خپل کړی دی.
په نړۍ کې مشهوره هندي ستورې پریانکا چوپړا
د هند د سینما مشهوره ستورې پریانکا چوپړا په کال کې د یوولس میلیونه ډالرو په گټلو سره اتم ځای خپل کړی دی.
د ماډرن فیملي، یوه بله لوبغاړې هم په نوملړ کې راغلې
په دغه نوملړ کې نهم ځای جولیانا مارگیولس خپل کړی او لسم ځای بیا جولي بوون نیولی چې په ماډرن فیملي، نومې ډرامه کې کار کوي او له کاله لس میلیونه ډالر گټي.