پرو ازول د مهاجرو د مرسته کوونکو په هکله انتقاد رد کړی
۱۳۹۸ فروردین ۵, دوشنبهد مهاجرو ملاتړي سازمان پرو ازول مشر ګونتر بورکهارد، د «ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې دې ته په کتو سره چې د افغانستان په هکله د کډوالو چارو ادارې له لوري د پناه غوښتنې نیمایي پریکړې د محکمو له لوري رد شي، پر چارواکو باندې انتقاد له توجیه څخه ورهاخوا دی.
هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله دغه هیواد ته د مهاجرو اخراج یو غیر مسوولانه کار دی.
د کډوالو چارو د فدرالي ادارې مشر هنس ایکارد زومر د «ویلت ام زونتاګ» په نامه ورځپاڼې ته ویلي وو: «دا خبره روښانه ده، چې ځیني سازمانونه دا لیوالتیا تعقیبوي چې په ټوله کې د اخراج پر ضد مبارزه وکړي، زه تر ټولو زیات په خپل سر نومول شوو د مهاجرو شوراګانو په هکله فکر کوم.»
د کډوالو د فدرالي ادارې مشر زومر ویلي ول، کله چې دغه ډول سازمانونه د اخراج پلان شوې نیټې په ډاګه کوي، هغوی دا هڅه کوي چې «دولت له اخراج څخه راوګرځوي.»
په پارلمان کې د زرغون ګوند د مهاجرو د سیاست چارو فراکسیوني مشري لویز امتسبېرګ، هم د زومر انتقاد رد کړی دی. هغې ویلي دي چې په آلمان کې د مهاجرو چارو شوراګانې له اوږدې مودې راهیسې په ټولنه کې دود دی.
هغې د «ویلت» په نامه ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «هغوی [شوراګانې] مهاجرو ته سلا مشورې ورکوي، د ژوندانه په سختو شرایطو کې ورسره مرسته کوي او له انسانانو سره د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو په برخه کې مرسته کوي، کوم چې د آلمان او د مهاجرو په تړاو نړیوالو حقونو کې راځي.»
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه لایحه چې موخه یي د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج چارو ښه کول دي، په پام کې لري چې په راتلونکي کې به هغه کس مجازات کیدای شي چې د یوه پلان شوي اخراج په هکله معلومات ورکړي. د پرو ازول په څیر غیر دولتي سازمانونو لا ترمخه پر دغه لایحه باندې انتقاد کړی دی.
sr/nj (epd)