پخپله خوښه ستنېدونکو مهاجرو سره اضافي مرستي
۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبهد جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي دي چي په دې پروگرام (د پيل اضافي مرستو) سره به د پخپله خوښه ستنېدونکو پناه غوښتونکو شمېر د پام وړ زيات سي.
هغه ويلي دي: «په ځانگړې توگه هغه پناه غوښتونکي چي په جرمني کي د پاتېدو چانس نه لري، تر اخراج پخپله خوښه ستنېدو لار غوره ده.»
د «پيل اضافي مرستي» په نوم دغه پروگرام دوه ډوله دئ. يو ډول ئې دا دی چي هغه پناه غوښتونکی چي د پناه غوښتني پروسې تر بشپړېدو مخکي بيرته خپل هيواد ته د ستنېدو پريکړه وکړي او خپل د پناه غوښتنليک بيرته واخلي ۱۲۰۰ يورو ورکول کيږي.
دوهم ډول ئې دا دی چي هغه پناه غوښتونکي ته ۸۰۰ يورو ورکول کيږي چي د رد جواب په ترلاسه کولو سره له دعوا کولو څخه ډډه وکړي.
دغه پروگرام ته د جرمني حکومت د ۲۰۱۷م کال له پاره ۴۰ ميليونه يورو ځانگړي کړي دي.
دغه پيسې هرچا ته نه ورکول کيږي
دغه مرستي له ۱۲کلنۍ پورته پناه غوښتونکو سره کيږي. د سوء استفادې د مخنيوي له پاره د هغو هيوادونو شمېر محدود دی چي وگړي ئې کولای سي له دغه پروگرامه گټه واخلي. د بېلگې په توگه د لویدیځ بالکان هيوادونو له وگړو سره دغه مرستي نه کيږي.
په برلين کي د جرمني د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي د دغه پروگرام څخه د استفادې یو شرط دا هم دی چې بیرته ستیدونکی مهاجر خپله مالي امکانات و نه لري.
دغه نور پروگرام په اصل کي د «REAG/GARP» پروگرام بشپړه وي چي له ډېري مودې راهيسي د بيرته ستنېدونکو مهاجرو لگښتونه برابره وي.
نور مطالب: