«پاکستان په افغانستان سوله او ثبات غواړي»
۱۳۹۶ شهریور ۱۱, شنبهاعلان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې اسلام آباد په خپل ګاونډي هیواد، افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.
په بیانیې کې زیاته شوې ده چې همدا اوس هم د خبرو اترو او ډیالوګ له پاره میکانیزمونه شته. د بیانیې په حواله پاکستان به د افغانستان د سولې په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.
کابل تل پر اسلام آباد باندې د یاغیانو د ملاتړ تورونه لګوي خو اسلام آباد د دغو تورونو له ردولو سره ټینګار کوي چې وسلوالو مخالفینو یې په افغانستان کې پټنځایونه جوړ کړي دي.
تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په خپل اختریز پیغام کې پاکستان ته د خبرو اترو بلنه ورکړي وه ترڅو د دواړو هیوادونو تر منځ شته ستونزې له منځه ولاړې شي.