پاکستان: پارلمان د امریکا په اړه غونډه کوي
۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبهد دواړو هيوادونو تر منځ هغه وخت اړيکي خړي پړي سوې چي تير ميلادي کال د ناټو یوي الوتکي په پاکستان کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل.
د پاکستان مرکزي پارلمان به د امريکا او پاکستان تر منځ د اړيکو له پاره نوي شرايطونه او مکلفيتونه وړاندیز کړي. د ناټو له خوا د افغانستان پولې ته څيرمه د ۲۴ پاکستاني سرتيرو د وژلو څخه څه نا څه پنځه مياشتي وروسته د پارلمان دغه ځانگړې غونډه تر سره کيږي.
اټکل کيږي چي د پاکستان د پارلمان په غونډه کي دا د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر وړاندي د پاکستان د پولي د پرانیستلو وړانديز هم وشي. پاکستان هغه وخت د ناټو پر قطارونو خپله پوله وتړله چي د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.
د پاکستان په پارلمان کي د «حزب اختلاف» يوه غړي اياز امير د رايټرز خبري آژانس ته ويلي دي: «زياتره گوندونه د ناټو له پاره د لارو د بيرته پرانیستل کېدلو ملاتړي دي. فکر نه کوم چي يو څوک دې لا په جدي توگه د ناټو د اکمالاتو پر وړاندي د لارو د بندولو ملاتړي وي.»
د شنبې په ورځ د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، د پارلمان مشترکي غونډي ته پرانیستونکي وينا واوروله. نوموړي په تفصيل سره د پاکستان او امريکا تر منځ د اړيکو پر موضوع خبري وکړې. هغه وويل: «د پاکستان او امريکا د متحده ايالاتو اړيکي څو اړخيزي او مهمي دي. موږ له متحده ايالاتو سره د گډو منافعو او د دوه اړخيزه درناوي پر بنسټ ولاړي اړيکي غواړو.»
ښاغلي زرداري د پاکستان لومړی ولسمشر دﺉ چي د پنځم ځل له پاره د پارلمان د دواړو خونو گډي غونډي ته ئې وينا واوروله. له هغه څخه مخکي د پاکستان يو حکومت هم دومره اوږده موده پر واک نه دئ پاته سوی چي پنځه ځله پر له پسې دې يو ولسمشر ورته وينا واوروي. داسي اټکل کيږي چي د پاکستان اوسنی پارلمان به خپله موده پوره کړلای سي.
د حزب اختلاف سياست وال اياز امير وايي چي د پاکستان او متحده ايالاتو تر منځ د اړيکو تگ لاره تل د پاکستان د پوځ لخوا تعين سوې ده. د نوموړي په وينا په تازه وړانديزونو کي هم د پوځ اثر ډیر زيات تر سترگو کيږي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش