پاکستان له طالبانو سره د سولي په خبرو کي ونډه لري
۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبهله هغه وروسته چي په ۲۰۱۱ کال د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن اسلام آباد ته څېرمه ووژل سو په نړيواله کچه د پاکستان انځور ډير خراب شو او اسلام آباد اوس په دې هڅه کي دئ چې خپل موقف بيرته قوي کړي.
د فراسنې خبري آژانس په يوه مقاله کي کاږي چي دغه هيواد د افغانستان جگړې له بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دئ. طالبان او د القاعدې د ترهگري شبکې غړي چي په ۲۰۰۱کال کې د طالبانو د رژيم تر نسکورېدلو وروسته له افغانستان څخه تښتېدلي او بيرته په پاکستان کي سره يوځای شول اوس پر پاکستاني امنيتي کړيو بريدونه کوي.
خو د مقالې ليکوال دا پوښتنه کوي چې پاکستان له افغانستان سره په معامله کي څومره جدي دئ؟ او يا څرنگه به وکولای سي چي د خپلو کورنيو کړکيچونو او طالبانو سره د اړيکو د ساتلو سره سره د افغانستان د سولي په پروسه کي مرسته وکړي؟
په مقاله کي راغلي دي چي پاکستان په رسمي توگه وايي چي د افغانستان د سولي پروسې د کاميابۍ له پاره هلي ځلي کوي. خو ځيني خلک بيا په دې اند دي چي اسلام آباد په افغانستان کي د قدرت د ويشلو پلوي کوي.
مقاله زياتوي چي تيره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کهر سفر افغانستان ته. د لومړي وزير يوسف رضا گيلاني سفر قطر ته او په روانه اوونۍ کي به د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري، غونډه له افغانستان او ايران سره هغه هڅي دي چې د واشنگټن او کابل سره د سړو اړيکو د گرمولو له پاره تر سره کيږي.
په افغانستان کې لويه انديښنه او په خاصه توگه د لږکيو په منځ کې دا ده چې پاکستان غواړي چي طالبان بيرته قدرت ته ورسيږي او په دې سره په سيمه کې د هندوستان د نفوذ مخه ونيسي.
ځيني څېړونکي بيا په قطر کې اړيکو ته په کتلو سره وايي چې پاکستان له دې پروسې څخه دباندي پريښوول شوی دئ.
خو د پاکستان يو ليکوال او خبريال رحيم الله يوسفزئ بيا له دې خبره سره موافق نه دئ. د هغه په خبره پاکستان په دغه خبرو کي شامل وو. پاکستان د امريکا له متحده ايالاتو څخه د دريم گړي غوښتنه کړې ده او بله دا چي پاکستان د طالبانو ځيني مشران په دې قانع کړي دي چې قطر ته ولاړ شي.
هغه ويلي دي چې پاکستاني امنيتې کړۍ هم د ژر پرمختگ تمه نه لري. د هغه د وړاندوينې له مخي لږ تر لږه دوه يا درې کاله په کار دي چې د دغو خبرو يوه نتيجه راووزي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل