1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان له افغانستان سره د ترینگلتیا د راکمولو هڅه کوي»

۱۳۹۴ شهریور ۱۳, جمعه

د پاکستان د امنیتي چارو سلاکار به نن له افغان مشرانو سره وویني او هڅه به وکړي چې پر افغانستان د یاغیانو د بریدونو له کبله راپورته شوې ترینگلتیا راکمه کړي. افغان چارواکي تور لگوي چې یاغیان په پاکستان کې میشت دي.

https://p.dw.com/p/1GQwO
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Mughal

په پام کې ده چې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیز به د جمعې په ورځ په پلازمینه کابل کې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو یا «ریکا» په غونډه کې گډون وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې سرتاج عزیز به د دغې غونډې په څنډه کې نور ملاقاتونه هم تر سره کړي.

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یوه جگپوړي پاکستاني چارواکي خبریالانو ته ویلي دي چې سرتاج عزیز به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغواړي چې د پاکستان له نظره د طالبانو او حقانې شبکې د وروستیو بریدونو په تړاو پر پاکستان د لفظي تورونه لړۍ ته د پای ټکی کښیږدي.

رویټرز د نوموړي چارواکي له قوله چې نوم یې پټ ساتل شوی دی لیکلي دي: «افغانستان باید د پاکستان پر ضد دغه کمپاین ودروي.»

خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې سرتاج عزیز به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو د پیلیدو په هکله هم وړاندیزونه وکړي، کومې چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر افشا کیدو وروسته وځنډیدې.

غني چې کابو یو کال تر مخه یې د ولسمشر په توگه کار پیل کړ، ویلي وو چې له پاکستان سره به اړیکي ډیر ژر ښه کړي، خو تیره میاشت په کابل کې د یوې چاودنې وروسته چې ۵۰ تنه یې ووژل ته سخت غبرگون وښود.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې د ځپلو له پاره باید لا ډیر څه وکړي.

د امریکا متحدو ایالاتو د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس هم د یکشنبې په ورځ پاکستاني چارواکو ته په دغه هیواد کې د حقاني د شبکې د پټنځایونو په هکله خپل انديښنه څرگنده کړه.

سرتاج عزیز په روانه اوونۍ کې ویلي وو چې د پاکستان پوځ د حقاني شبکه په څرگند ډول کمزورې کړې ده او په وینا یې د دغې شبکې ۸۰ یا ۹۰ سلنه یرغلونه په خپله په افغانستان کې اډې لري.